روزنامه هیواد

محمد اشرف غنی : د دښمن پر وړاندې دافغان ځواکونه مبارزه برحقه، ملی او اسلامی ده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماښام د افغانستان د هوایی قواوو قول اردو څخه لیدنه وکړه.په دې لیدنه کې ،چې د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملی امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابی او د ملی امنیت عمومی ریاست رییس احمد ضیا سراج هم حضور درلود په پیل کې د هوایی قول اردو عمومی قوماندان ډګرجنرال فهیم رامین د یادې قول اردو د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.ډګرجنرال فهیم رامین جمهوررییس او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هوایی قواوو قول اردو د وروستیو شهیدانو جنازو ته د جمهوررییس د درناوی مننه وکړه او وې ویل: جنګ هنر، تاکتیک او نوښت دی او موږ په خپلو نوښتونو د جګړې په ډګر کې د دښمن ملا ماته کړې ده.د هوایی قول اردو عمومی قوماندان ډګرجنرال فهیم رامین وویل: اوس د افغانستان هوایی قواوې کولی شی د شپې هم اهداف په نښه کړی او د افغانستان دښمنان په تیاره کې تر پوښښ لاندې راولی. ده زیاته کړه: په ټول قوت د افغانستان د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او نظام ساتنه کوو، موږ نظم او قوت لرو او دښمن ته مو پیغام دا دی چې له نظامی لارې به هېڅکله هم بریالی نه شی.جمهوررییس محمد اشرف غنی د هوایی قواوو قول اردو او د کابل او ولایتونو د وروستیو پېښو د شهیدانو روح ته دعا وکړه او وې ویل: ستاسو غم د ټول افغانستان غم دی او د حکومت د رهبرۍ ژمنه دا ده ،چې د شهیدانو کورنیو ته به پاملرنه کېږی.جمهوررییس د افغانستان د هوایی ځواک د ظرفیت ستاینه وکړه او وې ویل: تاسو اوس د حکومت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ لرئ او هغه ظرفیتونه چې پخوا نه و اوس رامنځته شوی. ده زیاته کړه: د دښمنانو پر وړاندې ستاسو منظمه مبارزه د دې لامل شوې ،چې د افغانستان دښمنان د جګړې په ډګر کې ماته وخوری.د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو اتلولیو ته په اشارې وویل: تاسو د دې هېواد د ناموس دفاع او د خلکو ساتنه کوئ او ستاسو د برحقې مبارزې په نتیجه کې موږ په ډاډ وایوو مبارزه مو مشروع، برحقه، ملی او اسلامی ده. 

ممکن است شما دوست داشته باشید