روزنامه هیواد

محمدطاهر زهیر له ترکیې سره د فرهنګی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

شپږم او د لومړی مخ وروستۍ خبر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر وړمه ورځ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې په هرات کې د ترکیې له جنرال قونسل سینان الهان او د هرات لپاره د ترکیې د تیکا موسسې د برخې له مسوول  ډاکتر علی ارغون چنار سره وکتل.په دې کتنه کې محمدطاهر زهیر د هرات د جامع جومات اود دغه جومات د موزیم ، د امیرعلی شیرنوایی د مقبرې ، د شیخ عمویه د خانقا، د هرات د ګازرګاه  د ګرځندوی د مرکز، د امام فخر رازی د ارامګاه او د علامه صلاح الدین سلجوقی د سالون په بیا رغاونه کې د تیکا موسسې  له همکارۍ څخه قدردانی وکړه او له افغانستان سره یې په فرهنګی برخوکې د ترکیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.دغه راز په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل او د تیکا موسسې د برخې مسوول په خپلوخبروکې له افغانستان سره په  فرهنګی برخوکې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. په دې کتنه کې  محمد طاهر زهیر د تیکا موسسې د برخې مسوول ته په هرات کې د دغه ولایت د تاریخی آبدو په ترمیمولو کې د همکارۍ په خاطر د مننې  لوحه ورکړه او دغه رازد ترکیی جنرال قونسل ته یې د امیرعلی شیرنوایی یو شعر چې په هنری ډول خطاطی شوى دى  ، ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید