روزنامه هیواد

محمداشرف غنی په سعودی عربستان کې له ممتازو افغان محصلینو سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی مدینې منورې ښار ته د سفر په جریان کې وړم مازدیګر په سعودی عربستان کې له ممتازو افغان محصلینو او په ریاض کې د افغانستان د سفارت ، مدینه منوره کې د افغانستان د قونسلګرۍ او د اسلامی همکاریو سازمان کې د افغانستان د دایمی نمایندګی ځوانو او ممتازو کارکوونکو سره وکتل. په دې کتنه کې چې د جمهوررییس په استوګنځای کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررییس یاد محصلین او کارکوونکی وهڅول او وې ویل: تاسو د خپل هېواد او هېوادوالو ویاړ یاست.

د ویلو ده چې دا مهال یو شمېر افغان محصلین د سعودی عربستان په پوهنتونونو کې د ماسټری او دوکتورا په برخو کې لوړې زده کړې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید