روزنامه هیواد

محب: په هېواد کې د سولې پرېکړه باید د افغانانو منتخب مشران وکړی

د افغانستان د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې ملاتړ کړی چې له طالبانو سره‌یې د سولې مذاکرې لغوه کړېد امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د سپټمبر په پیل کې له طالبانو سره مذاکرې لغوه کړې.حمد الله محب د امریکا له نشنل پبلک رادیو (NPR) سره په مرکه کې ویلی، چې د افغانانو لپاره د سولې پرېکړه باید د افغانانو منتخب مشران وکړی.حمدالله محب وویل: (( که سوله داسې وشی ، چې د ټولنې یوه برخه په‌کې وی او بله دښمنه کړۍ، جګړه به دوام وکړی، نو موږ پر داسې سوله کار کوو ،چې ټول افغانان په‌کې وی.))ده ویلی، چې یوازې باید له هغو طالبانو سره چې په افغانستان کې دی، له جګړې ستړی شوی او سوله غواړی، خبرې وشی، نه د هغوی له مشرانو سره چې په پاکستان کې ناست دی او سیاسی ګټې غواړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید