روزنامه هیواد

محب: طالبان مخامخ خبرو ته نه کېنی او فکر کوی امارت یې راروان دی

که څه هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت دوې اوونۍ وروسته له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو د پیل خبر ورکړی، خو د ملی امنیت شورا سلاکار وایی: طالبان مخامخ خبرو ته حاضر نه دی. حمد الله محب وایی: طالبان لا هم ادعا کوی چې بېرته به خپل اسلامی امارت راوګرځوی.نوموړی وایی: که څه هم د سولې پروسه لا په اوایلو کې روانه ده، خو په وینا یې طالبان لا هم دعوه کوی چې ګواکې د دوی اسلامی امارت بېرته راګرځېدونکی دی: (( موږ ورته خپل پلاوی جوړوو، خو طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته لا هم چمتو نه دی.))محب دغه راز وایی: افغان حکومت به د سولې هغو خبرو ته حاضر شی چې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې ورسره خوندی کېدای شی: (( موږ غواړو د سولې لپاره په خبرو کې د افغانستان ټول لوری حتی رسنۍ هم شاملې کړو، ځکه دوی ټول د نوی افغانستان استازی دی.))دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد وایی، ډېر ژر به له طالبانو سره د بل پړاو خبرې پیل کړی.خلیلزاد دغه راز ویلی، له افغان حکومت سره به د طالبانو خبرې هغه وخت پیل شی چې امریکا او طالبان خپلو کې سره یوې هوکړې ته ورسېږی.خو د خلیلزاد پر ماموریت د شنونکو نیوکه دا ده چې نوموړی لومړیو کې ویلی وو، ټولې هڅې یې په دې وی چې څنګه طالبان افغان حکومت سره کېنوی؟ مګر اوس همدی پخپله هڅه کوی چې د ولسمشر غنی له حکومت سره د طالبانو د ناستې مانع وګرځی او د سولې پروسه په لوی لاس په مؤقت او ګډوله حکومت
تمامه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید