روزنامه هیواد

محب: طالبانو او نورو ترهګرو ډلو بریدونه پر ملکی اهدافو متمرکز کړی

د ملی امنیت شورا وایی: وسله‌والو طالبانو او نورو ((ترورېستی)) ډلو خپل بریدونه پر ملکی اهدافو متمرکز کړی دی.د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب، وړمه ورځ د امنیتی ادارو له مشرانو سره په غونډه کې پر دې موضوع خبرې وکړې.د ملی امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایی، په دې غونډه کې امنیتی مسوولینو د دولت د وسله‌والو مخالفانو پر حملو هم بحث وکړ.ښاغلی اندړ زیاتوی: (( د طالبانو او نورو ترورېستی ډلو اوسنۍ تګلاره داسې ټاکل شوې ،چې خپل بریدونه پر ملکی ځایونو متمرکز کړی، ځکه د مخامخ جګړې توان‌یې بایللی دی.))په دې امنیتی غونډه کې له ولس سره د امنیتی پېښو په اړه د پلټنو د پایلو د شریکولو غوښتنه هم وشوه.په وروستیو کې د ګڼو لویو امنیتی پېښو په اړه د تحقیقاتو د پیل ژمنه شوې، خو بیا د هغو پلټنو پایلې له ولس سره شریکې شوې نه‌دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید