روزنامه هیواد

مایک پمپیو ولسمشر غنی ته د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو سپیناوى کړى

وال سټرىټ ژورنال ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غنی او د امرىکا د بهرنىو چارو د وزىر ماىک پامپىو د وروستىو ټىلىفونی خبرو تحلىل خپور کړى دى.

ورځپاڼې لىکلی، ماىک پامپیو ولسمشر غنی ته د امرىکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستىو څرګندونو په اړه سپىناوى کړى او هغه ته ىې ډاډ ورکړى چې د جنوبی اسىا په اړه د امرىکا پالېسی نه ده بدله شوې.

د امرىکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم سره په خبرو کې وىلی وو چې که دى وغواړی چې د افغانستان جګړه له پوځی لارې وګټی، په ىوه اوونۍ کې دا کار  کولى شی او افغانستان به د مځکې له مخې پاک شی، خو دى نه غواړی چې دا کار وکړی او لس مىلىونه کسان ووژنی.

د ټرمپ دې څرګندونو افغان ولسمشر او ګڼ افغانان وپارول او تُند عکس العملونه ىې ښکاره کړل.

افغان ولسمشر د ټرمپ د دې څرګندونو په باب د امرىکا له ادارې د وضاحت غوښتنه کړې وه.

د وال سټرىټ ژورنال ورځپاڼې په مقاله کې راغلی چې د پامپىو او غنی خبرې هم په همدې مساىلو څرخېدې.

پامپىو غنی ته وىلی چې د امرىکا د پوځ لوى درستىز جنرال جوزىف ډنفورډ او د افغان سولې لپاره د امرىکا خاص استازى زلمى خلىلزاد ځکه کابل ته استول شوی چې د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه بحث وکړی.

ډنفورډ کابل ته په دوه ورځنی سفر کې د ټرمپ د خبرو په اړه څه نه دی وىلی، خو وال سټرىټ ژورنال ورځپاڼې د ناټو د ځىنو چارواکو په حواله لىکلی چې هغوى په خصوصی توګه د ډونالد ټرمپ له څرګندونو اندېښمن شوی دی.

جنرال جوزىف ډنفورډ چې د جمعې په ورځ عراق ته ولاړ، د افغانستان د سولې په اړه ىې محتاطانه خوشبىنی ښودلې.

د دغه امرىکایی جنرال په خبره، دى د خبرو له لارې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پاى ته رسولو هڅو ته هىله مند دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید