روزنامه هیواد

مایک پمپیو له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ځی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایی: د سیمه ییزو لوبغاړو موجودیت له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات پیچلی کړی دیښاغلی پمپیو هیله وښوده، چې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی مرکچیان له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړی، خو دا خبره یې هم وکړه، چې له طالبانو سره نهایی تړون بېلابېل اړخونه لری او پیچلی بهیر دی.ښاغلی پمپیو تېره اوونۍ وویل: (( زما په فکر دا ډېره مهمه ده، چې له طالبانو سره زموږ تړون د کاغذ پر مخ پاتې نه شی او یا غونډه جوړه کړو او بری دې ونمانځو چې بیا له منځه ولاړ شی، بلکې د ټولو اړخونو د بېلابېلو ګټو پر تفاهم ولاړ تړون دې وی چې وپایی.))نوموړی وویل: (( زه کولی شم چې په را روانو دوو اوونیو کې هلته ( قطر) ولاړم شم او د دغه بهیر د لا پرمختګ په اړه شخصاً مرسته وکړم.)) ښاغلی پامپیو همدغه راز له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د (( سیمه ییزو لوبغاړو))  یادونه هم وکړه او وویل ، چې د پاکستان په ګډون د هند، چین او روسیې موجودیت له طالبانو سره روان مذاکرات (( ډېر پیچلی)) کړی. په خپله زلمی خلیلزاد هم ویلی ، چې له طالبانو سره د سولې خبرې ډېر وخت او زغم غواړی. په همدې حال کې ځینې شنونکی اندېښنه لری چې له طالبانو سره د سولې چټکې خبرې او له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو چتک وتل ښایی د تېرې څه باندې یوې لسیزې پرمختګونه له ستونزو سره مخامخ کړی ،خو ښاغلی پمپیو وویل، چې دوی له جنګ خلاص افغانستان غواړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید