د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پامپىو له پاکستانه وغوښتل، چې په خپلو لوېدىځو پولو کې ترورىستانو ته د پناه ورکولو اجازه ورنه کړی. پامپىو،چې په واشنګټن کې له خبرىالانو سره خبرې کولې، ووىل(( طالبانو او حقانی شبکې ته پناه ورکول د منلو نه دی؛ پاکستان دې دا خبردارى جدی وګڼی.)) پامپىو د افغان سولې په بهىر کې د پاکستان د رول په اړه د ىوې پوښتنې په ځواب کې ووىل : (( که پاکستان په دې هلوځلو کې رىښتىنى نه وی، امرىکا به ورسره وګوری.)) پامپىو، چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره له تلېفونی خبرو وروسته له خبرىالانو سره ږغږېده، ووىل: (( تر دې خپلې غوښتنې په وضاحت نه شو څرګندولى.)) ده په عىن حال کې ووىل: (( ټول په دې سلا شوی، چې د افغانستان مسئله دې د خبرو له لارې حل شی او هىله لرو ،چې پاکستان هم هماغسی چې موږ ىې غوښتنه لرو، همکاری وکړی.)) ده زىاته کړه: (( موږ د پاکستان مشرانو ته په زغرده وىلی، چې د جنوبی آسىا لپاره د امرىکا پالىسی بدله شوې نه ده او له پاکستانه غواړو چې د ترهګرو په خوندی پټنځاىونو دې نه بدلېږی.)) د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر دا هم ووىل، چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندی پټنځاىونه وی، په افغانستان کې به سوله رانه شی.پامپىو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په تلېفونی خبرو کې له اسلام آباد څخه د ترورىزم پر ضد د مبارزې او د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې غوښتنه وکړه.