روزنامه هیواد

مایک پامپیو له طالبانو سره په خبرو کې له ریښتینی پرمختګه غږېږی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په افغانستان کې د سولې لپاره په هڅو کې د زیات پرمختګ یادونه وکړه.امریکا اوس له بل هر وخته د سولې د هڅو د بریالی کېدو لپاره هیله منده ښکاری.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې وړمه ورځ دوشنبه د واشنګتن په اقتصادی کلب کې بحث کاوه ،وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې ریښتینی پرمختګ شوی

ده وویل: (( ریښتینی پرمختګ شوی. زه نه غواړم چې یو مهالوېش وټاکم، خو زه هیله مند یم، موږ یوازې له طالبانو سره نه غږېږو، بلکې په حقیقت کې له ټولو افغانانو سره خبرې کوو… خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدلی، وروستی وار چې زه خپله هلته وم، له بېلابېلو موسسو، د ښځو له ډلو او د افغانستان د ټولو پاړکیو له خلکو سره مې خبرې وکړې، موږ غواړو چې هغوی هېواد خپل کړی، موږ غواړو د کال لسګونه میلیونه ډالره مصارف او د امریکا لپاره ستاسو د جنګیالیو زامنو او لمسیانو ژوند ته متوجه لوی خطر کم کړو، موږ فکر کوو چې د تاوتریخوالی د کمښت لپاره یوه لاره شته.))امریکا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره له تېر کاله زلمی خلیلزاد د خپل خاص استازی په توګه ټاکلی او هغه هم همدا اوس په دې لړ کې په خپل اتم سفر بوخت دی.ښاغلی خلیلزاد له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې او وروستی وار یې دوشنبه ماښام په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غنی سره لیدلی.د ارګ د بیان له مخې، دواړو لوریو د سولې د وروستیو پرمختګونو، روانو هڅو او د سولې د خبرو لپاره د حکومت په چمتووالی بحث وکړ.خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راوستلو د راتلونکو مراحلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.په دغه سفر کې ښاغلی خلیلزاد مخکې څو واره له طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر د یوه افغان مذاکره کوونکی ټیم په جوړولو ټینګار کړی دی.د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وایی چې د مرکچی ټیم په تشکیل باندې کار روان دی.دا خبره د یاد وزارت د سټراټیژیکو اړیکو مشرې ناجیې انوری د دوشنبې په ماښام ازادۍ راډیو ته وکړه.دې زیاته کړه: (( د مذاکره کوونکی ټیم د انتخاب په سر کار روان دی او تر اوسه نهایی شوی نه دی، ډېره هڅه کېږی چې د خلکو په انتخاب کې لازم دقت موجود وی، د افغانستان دولت د دې موضوع لپاره د اجماع په خاطر له خلکو او بېلابېلو لوریو سره خبرې روانې کړی.))د سولې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو رسمی خبرې تر اوسه نه دی شوې، خو ځینو حکومتی چارواکو مخکې د نورو افغان سیاستوالو په ملتیا له طالبانو سره په مشورتی بحثونو کې ګډون کړی دی.د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلی و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلام وروسته به د افغان حکومت په شمول چې یو سیاسی لوری به وی، له ټولو خواوو سره بین الافغانی خبرې پیلوی.د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د اوو مخکنیو دورو خبرو لومړنی پړاوونه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر بحثونو څرخېدل.امریکا وایی: له طالبانو سره په خبرو کې دوی ته په پاسنیو دوو برخو سربېره د بین الافغانی مذاکراتو پیل، دایمی اوربند او د سولې تړون هم مهم دی او تر هغو چې په دې ټولو مواردو موافقه نه وی شوی، په هېڅ شی موافقه نه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید