د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ملګری ملتونه وایی، تېره مارچ میاشت کې سل زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوی دی.ددې سازمان د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایی، په تېره یوه میاشت کې د هرات اسلام قلعه بندر له لارې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راغلی.د هرات ولایتی چارواکو په خبره، هره ورځ له اتو تر ۱۵ زره پورې افغان کډوال هرات ته راداخلېږی چې ورسره د کورونا وېروس د خپرېدا وېره ډېره شوې ده.دوی وایی، له کومې ورځې چې ایران کې د کورونا وېروس خپور شوی له هغې ورځې راهیسې هېواد ته د افغان کډوالو راتګ ډېر شوی او لاهم دا لړۍ روانه ده.په همدحال کې د افغان حکومت له لوری د هرات خلکو ته دا سپارښتنه کېږی چې له ایران څخه هېواد ته راستانه شویو کډوالو سره د ۱۴ورځو لپاره ونه ګوری او همدارنګه یی له ایران څخه راغلو کډوالو غږ کړی چې خپلو کورونو کې پاتې شی او د بهر له وتلو ډډه وکړی.