روزنامه هیواد

لوړ ولور او ناوړو دودونو  ډېرې پېغلې د پلار په کور  زړې کړې

د کندوز یوشمېر مدنی فعالان وایی: په دې ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونې د ناوړو دودونو، زیات ولور او بېځایه سیالیو له کبله له کلونو کلونو راهیسې کوژدن پاتې کېږی او خپل ودونه نه شی کولاى.د کندوز مدنی فعال عبدالشکور دوست په دې اړه وایی:(( په کورنیو کې باید دغه فرهنګ پیدا شی،چې له درنو مصرفونو او رواجونو څخه لاس واخلی او دواړه جانبه که لور ده او که زوی دا خپل اولاد وګڼې او په یوه ساده او آسانه طریقه واده وکړی، که دغه زاړه او ناوړه رواجونه او درانه لګښتونه له منځه ولاړ نه شی، نو ځوانان به له دې ستونزې سره مخ وی.))له دې سره سم د نوموړی ولایت بل مدنی فعال رفیع الله هدایت وایی، چې واده کول د هر انسان مدنی او قانونی حق دی او د انسانانو لپاره یو نېک تړون بلل کېږی او په واده کولو سره د انسانانو ژوند تکمیلېږی او باید په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو لمن راټوله شی:

(( په افغان ټولنه کې دا رواج دی، چې د لور ولور زیات اخلی او په دې فکر کې نه دی، چې په راتلونکی کې څه ډول پایلې لری. کورنۍ باید دغه پایلې او ستونزې په نظر کې ونیسې او باید کم ولور واخلی او زوم هم خپل اولاد وګڼی ، چې په راتلونکی کې یې لور او زوم خوشحاله ژوند ولری.))د مدنی فعالانو او د یو شمېر کوژدن شویو ځوانانو په وینا په کندوز کې د ودونو لګښتونه له ۵ لکه افغانیو تر ۱۲لکه افغانیو رسېږی چې له کبله یې زیات شمېر ځوانان د کار د نه شتوالی له کبله د ولور پیسې نه شی پوره کولای او په کلونو کلونو کوژدن پاتی کېږی.د کندوز ښار اوسېدونکی عبدالعزیز صمیمی ، چې له څلورو کلونو راهیسې کوژدن پاتې دی په دې اړه وایی:  (( څلور لکه افغانۍ یې پرما ولور ایښى دی، چې پوره کول یې زما لپاره ډېره ستونزمنه خبره ده او د هېواد زیات شمېر ځوانان له دې ستونزې سره مخ دی ،چې له کبله یې زیات شمېر ځوانان د ولور پوره کولو په خاطر ایران او نورو هېوادونو ته ځی او په لاره کې له ډېرو ستونزو او د مرګ له ګواښ سره مخ کېږی.))دغه ځوان وایی، چې ناسم او غیر اسلامی دودونه او د واده لوړ لګښتونه په ټولنې او په کورنیو کې د بېلابېلو ستونزو او بدبختیو زېږنده ګرځی.په ورته وخت کې د کندوز د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی امیرخان منګل چې پنځه کاله مخکې یې کوژده کړې، خو تراوسه یې د واده لګښت نه دی پوره کړی په دې اړه وایی:​(( زه پنځه کاله کېږی چې کوژدن یم او درې ځلې مې هڅه وکړه چې ایران ته ولاړ شم، خو د ایرانی پولیسو له خوا ونیول شوم او بېرته یې راوشړلم او اوس زه په دوه سوه افغانۍ د ورځې کار کوم او ایله زما د کور مصرف پوره کوی، نو زه به ولور څنګه پوره کړم، ښایی لس کاله نور هم کوژدن پاتې شم.))بله خوا په کندوز کې د ښځو د چارو رییسه نصیبه بیا وایی، چې ولور اخېستل په اسلام کې جواز نه لری، ځکه شریعت ورته ځانګړې اندازه ټاکلې او سربېره  پردې بېځایه دودونه او رواجونه په اسلام کې نا روا بلل کېږی:(( د زیات شمېر کورنیو ترمنځ تاوتریخوالى د ولور د زیاتوالی له امله رامنځته کېږی، ځکه چې هلکان د ولور د پوره کولو لپاره سختو کارونو ته اړویستل کېږی او ځینې کورنۍ خپله لور په خپله خوښه یو هلک ته نه ورکوی ، بلکې د پیسو لپاره یې د خوښې خلاف بل چاته ورکوی چې له امله یې په کورنیو کې د تاوتریخوالی زېږنده ګرځی او دغو ناوړو رواجونو ته باید د پای ټکی کېښودل شی.))د دغه ولایت مدنی فعالان وایی، چې باید
دینی عالمان، قومی مشران او ترڅنګ یې اړوندې دولتی ادارې باید د دغو ناوړو دودونو او رواجونو د اصلاح له لپاره په جدیت او قاطعیت سره لاس په کار شی او خپلې هلې ځلې پیل کړی، چې په هېواد کې د ناوړو دودونو او د زیات ولور اخیستلو مخنیوی وشی.

                             اجمل آرین

ممکن است شما دوست داشته باشید