روزنامه هیواد

لوىې څارنوالۍ د فوټبال فدراسىون د ریىس او شپږو غړو دندې وځنډولې

لوىې څارنوالۍ د نجونو د فوټبال د څو لوبغاړو له شکاىته وروسته د هېواد د فوټبال  فدراسىون د رییس او ۶ غړىو دندې وځنډولې.لوىې څارنوالۍ وروسته له دې پر دې قضىې غور پىل کړ چې تېره اوونۍ ولسمشر غنی امر وکړ چې دا قضىه باىد په جدی ډول وڅېړل شی.د ولسمشر غنی دفتر هم د لوىې څارنوالۍ له لوری د دې قضىې په تړاو د فوټبال  فدراسىون د ریىس کرام الدىن کرىم او د دغه فدراسىون د ۶ غړىو د دندو تعلىق تاىىد کړ.د ولسمشر غنی ىوه سلاکار فضل فضلی په ټوىټ (ټوېټری پىغام) کې ووىل چې لوىې څارنوالۍ دا پرېکړه له لومړنىو تحقىقاتو وروسته وکړه.د نجونو د فوټبال پخوانۍ کپتانې خالدې پوپل او څو نورو لوبغاړو شکاىت کړى چې د افغانستان د فوټبال  فدراسىون ریىس، روزونکی او نورو نارىنه غړىو ځورولی او حتى جنسی تېرى ىې پرې کړى دى.د دوى شکاىت د فوټبال نړىوال فدراسىون فىفا هم جدی ګڼلى او په نړىواله سوىه ىې په دې اړه د تحقىقاتو امر کړى دى.فىفا وىلی چې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړو ورته شکاىت کړى چې کرام الدىن کرىم او د فدراسىون نورو مسوولانو له دوى سره بدسلوکی کړې ده.دوى وىلی چې دا کار په افغانستان کې او د فوټبال  فدراسىون په دفتر او همداراز تېره مىاشت په اردن کې د روزنې په کمپ کې شوى دى.د فىفا ىا د فوټبال د نړىوال فدراسىون ىوه وىندوى وىلی چې د دوى په مقرراتو کې د دا ډول چلند په وړاندې زغم (صفر) دى او دوى دا مسئله په داسې ډول څېړی چې د قضىې قربانىانو ته زىان ونه رسېږی.همل کمپنۍ، چې د افغانستان د نجونو د فوټبال له ملی لوبډلې سره مالی او نورې مرستې کوی، وىلی چې د افغانستان د فوټبال له فدراسىون سره خپلې اړىکې له ىوې مخې پرې کوی.خو د فوټبال فدراسىون د لوبغاړو تورونه ردوی او وایی:  کله چې لوبغاړی له ټىمه ووځی دا ډول تورونه لګوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید