روزنامه هیواد

لوىه جرګه د تارىخ، حقوقو، قانون او ټولنپوهنې په رڼا کې

استاد حبىب الله رفىع

درېیمه برخه

د جرګې امنىت او د متخلفىنو مجازات:

له هغه وخته راهېسې، چې دولتونو د جرګې جوړولوته مخه کړې، نو د امنىت چارې ىې د دولتونو پرغاړه دی، د جهاد په وختونو کې د جرګو امنىت د مجاهدىنو له خوا نىول کېده، خو له دې وړاندې په تېرو زرګونو کلونو کې جرګې د خپل جز‌ء په توګه ىو امنىتی پوځ هم درلود، چې دا تشکل په پکتىا کې تر اوسه هم د اربکىانو په نامه پاتې دى.

اربکىان هغه قومی سپاىان دی، چې د جرګې په وخت کې د جرګې امنىت ساتی او د پرېکړو څارنه ىې کوی. اربکىان په هر قوم کې ىو مىرلری او هغه له قوم څخه تکړه ځوانان له ځان سره منظموی او کله، چې اضطراری حالت پېښېږی او ىا جرګه جوړىږی مىرخپل اربکىان را غوړی، وسله وال کوی ىې او خپلې، خپلې دندې ورته ټاکی، دوى په قام کې ځانګړى مصئونىت لری او څوک نه شی کولاى، چې زىان ور ورسوی. کوم وخت، چې اربکىان په کار ګومارل کېږی، د دوى اجرااتو ته ټول قوم غاړه ږدی او منی ىې.

اربکی د ىوه لرغونی قبىلوی عرف له بقاىا وو څخه دی. په آرىاىی قبىلو کې به د غسې قبىلوی سپاىی د جګړې په وخت کې په قبىلوی جګړو کې د جنګی ټولګىو مشر و او په عادی حال کې به ىې د قوم د امنىت ساتل پر غاړه وو.(۲۴)

همدا اربکىان د جرګې د پرېکړو  له اعلانولو وروسته د هغو د تطبىق لپاره ګمارل کېږی او حتى هغه سزاګانې، چې جرګې ټاکلې د هغه مرتکبىنو ته ورکوی، که څوک د جرګې له پرېکړو څخه غاړه وغړوی دوى کولاى شی، چې پر کور ىې اور پورې کړی او ان چې د مرګ سزا ورکړی.(۲۵)

د پټو جرګو اسرار ساتل هم  ډېر مهم دی که څوک د جرګې په دوران کې په پټه غوږ ورته کښېږدی او ىا د جرګې کوم غړى هغه پرېکړه رسوا کړی، نو د جرګې په امر سخته سزا ورکول کېږی، چې د کور ترسىځلو او وژلو پورې رسىداى شی.(۲۶)

د جرګې د پرېکړو عملی کېدل:

د جرګې پرېکړې بې له دې، چې په کتاب کې ولىکلې شی ىا د اسنادو د ثبت دفتر ولری په همغه شفاهی او ګړنی ډول د کاڼی د کرښې بڼه لری او عملی کول ىې حتمی او لازمی دی. له همدې کبله د هېواد په ډېرو برخو کې له عمرونو را هېسې خلکو خپلې شخړې د ولسوالۍ پرځاى د ولس اصلاحی جرګو ته رسولې او بې له رشوت او بې نىاوۍ څخه ىې داسې پرېکړې تر لاسه کولې، چې دواړو اړخونو ته به د منلو وړ وې.

د اصلاحی جرګو پرېکړې تر دې حده معتبرې وې، چې زموږ په هېواد کې به د شرعی محکمو قاضىانو، چې کومه شخړه فىصله نه کړاى شوه، نو مدعىانو ته به ىې وىل، چې اصلاحی جرګې ته سره کښىنې او خپله شخړه فىصله کړی او دا پرېکړه به دومره معتبره وه، چې دوى به د خپلو رسمی پرېکړو په کتاب کې درجوله او په دې توګه به ىې د شخړې دوسىه تړله او دا ښىې، چې په ولسی تعاملاتو ولاړې پرېکړې ډېرې عادلانه او د خلکو لپاره د منلو وړ وې. قاضىانو په داسې ډول جانبىن راضی کولاى نه شول، د مساىلو په تحلىل کې د جرګې د ښه والی ىو بل مهم  دلىل دا هم دى، چې جرګه د ډېرو غړو د افکارو له ىوځاى کېدو څخه جوړىږی او عمومی قضاوت پراخ او هر اړخىز نظر لری او د شخړو او لانجو په هوارولو او فىصله کولو کې نه تېر وځی.(۲۷)

په نړىواله سطحه هم عنعنه دومره ارزښتمنه ده، چې نړىوال حقوق پوهان عقىده څرګندوی، چې د هر ولس او ملت د قوانىنو په تدوىن کې باىد د دوى کلتور، دودونه او عنعنې په نظر کې ونىول شی.(۲۸)

جرګه د افغانىت او ملی عنعنې ىوه بنسټىزه برخه ده، چې خوشحال خان خټک ىې اهمىت داسې بىانوی:

بې جرګې نه به هىڅ کار په لاس وانخلی

چې خبر وی د جرګې په برکت (۲۹)

۴- د شېر سرخ د مزار جرګه:

کله چې د ۱۷۴۷ کال د جون په ۱۹ مه نېټه نادر افشار  د ده باوری منصبدارانو  وواژه  ىو ځل بىا د دې زمىنه برابره شوه، چې د افغانستان خپلواکی تر لاسه او د افغانستان د خپلواک حکومت له پاره ىو انتخابی مشر  را منځ ته شی.

د دې مهمې سىاسی مسالې د حل لپاره د قومونو مشرانو بىا هم د لوىې جرګې لمنې ته لاس وغځاوه او د کندهار  د شېرسرخ په مزار کې د ىوې لوىې جرګې غونډې پىل شوې، په جرګه کې د زىاتو قومونو مجربو او باوری مشرانو برخه در لوده، د دې جرګې مهم غړی دا وو.

نور محمد خان غلجى، محبت خان پوپلزى، موسى خان اسحق زى، نصر الله نورزى، حاجی جمال خان بارکزى او….

په دې مزار کې د لوىې جرګې غونډې اته ورځې وشوې، خو نتېجه ىې ځکه ور نه کړه، چې ىوه مشر هم بل مشر ته خپل واک نه شو ور کولى او پرخپل ځان ىې د هغه واکمنی نه شواى منلى، که څه هم په لومړی نظر د دې کار له پاره نور محمدخان مىر افغان ډېر وړ برېښېده، ځکه هم د پاخه عمر او هم د پخې تجربې څښتن و او په ټولو غلجی ټبرونو کې ىې محبوبىت او نفوذ در لود، خو څرنګه چې توند مزاج ىې درلود ونه ټاکل شو، حاجی جمال خان هم زىات قومی ځواک در لود او مشران وېرېدل، چې دى د واکمنۍ په وخت کې استبداد ته لاس ونه غځوی، نو ځکه ټولو هڅه در لوده داسې څوک را منځ ته کړی، چې د دوى له ازاد مزاج، د جرګې له اصولو او د افغانانو له ولسی    رواىاتو او عدالت سره سم ګام واخلی او په راتلونکی کې استبداد ته لاس ونه غځوی او هم د ډېرې پىاوړې قبیلې مشر نه وی(۵۹)

تر نهمې غونډې پورې د مشر له پاره ټول شراىط ټاکل شوی وو، د شېر سرخ د مزار ملنګ صابرشاه په دې جرګه کې ىو د کم عمر ځوان، چې غلى به ناست، غښتلې مټې او زىاته هوښىاری ىې درلوده په دې شراىطو برابر وموند، له ځاىه پاڅېد له نږدې کروندې نه ىې د غنمو وږی (په بل رواىت د اوربشو وږی) را وشکول، راىې وړل ، دې ځوان ته ىې تاج ترې جوړ کړ، په دستار ىې ور وټومبه او غږ ىې وکړ:« زه د دې نوی مسوولىت لپاره دا ځوان ټاکم!» د ټولو مشرانو دا ټاکنه خوښه شوه، هو! دا ټاکل شوى ځوان احمد خان و، چې بىا وروسته د احمد شاه بابا په نامه ىاد شو او په ډېر لږ وخت کې ىې د خپل عقل، فراست او مېړانې په مټو لوىه افغانی سترواکی( امپراتوری) جوړه کړه او د افغانستان ټولې خاورې ىې د نورو له واکه آزادې کړې(۶۰) او له دوه نىم سوه کلنې دربدرۍ وروسته د افغانستان بشپړه آزادی تر لاسه شوه.

دا جرګه هم د کمىت له نظره ډېره لوىه نه وه او څو معدودو او محدودو مشرانو برخه پکې درلوده، خو د کىفىت له پلوه ډېره لوىه جرګه وه، ځکه د افغانستان د لوېدىځ د مهمو قومونو باوری مشران پکې موجود وو او له دې کبله، چې ىو لوى سىاسی ګام ىې واخىست او د هېواد د مشرتابه په برخه کې ىې پوخ او مدبرانه تصمىم ونیو، د دې انتخاب نتېجه ډېره په زړه پورې او مطلوبه وه او د پښتنو هغه متل ىې رښتىا کړ، چې واىی((کار چې په سلا وی بې بلا وی))

د احمدشاه بابا له مړىنې(۱۷۷۲م) وروسته د ده په اولاد کې د اقتدار پر سر خونړۍ کورنۍ شخړې پىل شوې، مدبر وزىر شاه ولىخان بامىزاىی د تىمورشاه له خوا ووژل شو او د قومی دښمنىو په نتېجه کې تېمور شاه په غلا پاىتخت کابل ته راولېږداوه، د ده له مړىنې وروسته د ده زوى زمانشاه، دسىسو او کورنىو دښمنىو له لنډې مودې واکمنۍ وروسته د زندان مېلمه کړ او دواک پر سر په واکمنه کورنۍ کې وژنې او قتل وخون دومره زىات شول، چې بالاخره انګرېزانو په ۱۸۳۸م کال کې له دې نفاق نه درنه استفاده وکړه، زموږ  پر هېواد ىې وسله وال تېرى وکړ او زموږ ملی واکمنی ىو ځل بىا رانسکوره شوه، د دې ټولو بدبختىو لوى علت د جرګې( شورى) شاته اچول او د سلا او مشورې له منځه تلل وو. (۶۱)

ممکن است شما دوست داشته باشید