روزنامه هیواد

لومړیتوبونه

زموږ په هېواد کې اوږدمهالې جګړې په زرګونو ستونزې رامنځته کړی دی اودخلکو ټولې فردی اوټولنیزې ګټې یې ترمستقیم ګواښ لاندې راوستلې دی، په داسې یوچاپېریال کې دهېواد او خلکو دملی سیمه ییزو اونړیوالو ګټو دتحفظ لپاره دلومړیتوبونو دټاکلو کار د ټولنې د اداره کوونکې ادارې یاحکومت پرغاړه دى او په ټولیزه توګه په درېو برخو وېشل کېږی.

 ۱-   ډېرې مهمې ګټې: هغه گټې باید معلومې کړې چې له نورو گټو ډېرې ګواښل کېږی او دګواښونو زیانونه یې هم دولس ډېروخلکوته اوړی( ډېرې زیانمنېدونکې اواغېزه
شیندونکې ګټې)

۲- منځنۍ مهمې گټې: هغه گټې دى چې پنځوس په سلو کې ترګواښ لاندې دی او دلومړنیو ګټو  په پرتله دلږو خلکو له ژوند
سره تړاو لری.

۳-  لږې مهمې گټې: دا هغه گټې دی چې اغېزې یې د دویم ډول گټو په پرتله دلږوخلکو له ژوند سره تړاو لری. کله چې دغه ډول پلانیزه چارت جوړ شی ، بیانو دټولو ستونزو پر وړاندې ددفاعى پلان جوړول آسانه کېږی . ځینې ستونزې داسې وی چې بېړنى پلان اوعمل غواړی او که بېړنى پلان ورته جوړنه شی اوددفاع لپاره یې مټې راونه نغښتل شی ، دزوال اوله لاسه تللو په صورت کې خو لومړى نه جبیره کېدونکې کېږى اوکه جبیره هم شی ،نو دډېروبشری اومالی تلفاتو په پایله کې به جبیره شی او دزیان رسېدلو برخو بیارغاونه به یې هم ډېره ستونزمنه وی.

 دا هماغه لومړى درجه یا ډېرې مهمې ګټې دی چې باید له ټولو مخکې یې دفاع ته لومړیتوب ورکړ شی.

په دویم ګام کې دهغو گټو ساتل مهم دی چې یاخو په بشپړه توګه ترګواښ لاندې نه وی راغلی اویا هم ورڅېرمه بالفعل ګواښونه یې په آسانۍ نه شی زیانمنولاى .یاپه بله وینا دزوال ګواښونه یې یقینی نه وی او دا دویمه درجه گټې دی چې دساتلو اودفاع پروسه یې بېړنۍ اقدام نه غواړی اوڅه ناڅه وخت ته اړتیا لری ، خو په هرحساب دغه ډول گټې اوپر وړاندې یې پراته ګواښونه هم باید دلومړۍ درجې ګټو دساتلو ترڅنګ ترنظارتی سیوری لاندې وی اوله پامه ونه غورځول شی ، ځکه کله کله خو داسې پېښېږی چی کله پرګواښوونکو لوریو متقابل ګوزارونه ډېرټکنی شی،نوپه ماهرانه توګه له لومړی مورچل څخه پرشا کېږی او له نورو پټو لارو پردویمه درجه گټو یرغل کوی یاپه بله وینا له یوه سوری پرشا کېږی اوله بل سوری بیا یرغل کوی.

 په دریېم پړاوکې دهغو گټو ساتل مهم دی چې دزوال په صورت کې یې زیانونه له لومړۍ اودویمې درجې ګټو لږ وی اوداکار په معمولی وسایلو اوعادی شرایطو هم شونى وی او ددفاع لپاره هومره ډېربشری ځواک اومادی امکاناتو ته اړتیا نه وی.

داډول تقسیم بندۍ کټ مټ دیو ناروغ حالت ته ورته دی ، چې په یو مهال کې څوناروغۍ لری اوکله چې ډاکتر ته ورځی اوخپل معاینات بشپړوی او ډاکتر ته یې ورښیی ، نو پوه اولایق ډاکتر ددغو بېلابېلو ناروغیو په منځ کې دهغې ناروغۍ درملنې ته لومړیتوب ورکوی چې دناروغ پربدن یې ناوړې اغېزې ډېرې وی او روغتیایی حالت  ته یې ډېر زیان رسوی. همدا راز هم دویم اودرېیم پړاو او که عادی ناروغۍ یې د مهمې او لویې ناروغۍ په دوامداره ساتلو کې ونډه لری،نوبیا خو به ددوو ناروغیو درمل په یووخت په نسخه کې ورته لیکې اوډېر ځله داسې هم کېږی چې دویمه اودرېمه ناروغی دلومړۍ اولویې ناروغۍ ترڅنګ عارضی ناروغۍ وی او دلومړۍ ناروغۍ په درملنې سره یې دویمه او درېیمه هم له منځه ځی.ټولنیزې ستونزې هم ښه تشخیص غواړی اودحل      لپاره یې مناسبو لارو چارو ته اړتیا لیدل کېږی. همدا راز دټولنیزو ناروغیو او ستونزو په درملنه کې باید دستونزو رامنځته کوونکى عوامل وپېژنو چې دغه عوامل کورنی دی او که بهرنی او ددواړو عواملو پر انگېزو باید ځان پوه کړو اوبیا متقابل دریځ غوره کړو، ځکه که دداسې یوې ستونزې په اړه چې ټول عوامل یې بهرنی وی ،موږ یواځې دهېواد په دننه کې پردفاعی دریځ فشار واچوو او داصلی عواملو دله منځه وړلو یاتضعیف په اړه هېڅ کار ونه کړو، دا دحل منطقی لاره نه ده او ددې ترڅنګ د پرلپسې اوپاى ته نه رسېدونکو ستونزو ښکارکېږو او ترڅنګ یې نورې عارضی ستونزې هم راټوکېږی چې هره یوه یې بیا په خپل واربېلابېل ګواښونه رامنځته کوی.  په لنډوڼکو کې وایو، چې ستونزې که کوچنۍ وی اوکه لویې ، دحل لپاره یې باید تدابیر ولرو  او لازم غبرګون وښیو ،ځکه ډیرځله کوچنۍ ستونزې هم لوى مصیبتونه رامنځته کوی ، خو عامه قاعده داده چې دستونزو د او ارولو لپاره باید دلومړیتوبونو د ټاکلو له قاعدې کار واخلو اوهره ستونزه داهمیت اواغېزې له مخې په خپل وخت  مهارکړو او دمهمو مسایلو په شتون کې ځان اوخلک په غیرمهمو مسایلو کې بوخت نه کړو او په دې ترتیب دستونزو پر وړاندې دمبارزې آسانه اومنطقی  لاره غوره کړو.

عبدالهادی روان

ممکن است شما دوست داشته باشید