روزنامه هیواد

له ګېډې څخه مرۍ ته  دخوړو دراپورته کېدو درملنه

دمرۍ نوموړې ناروغی  دمعدې دخولې له سوخت ځخه  پیداکیږی  کله چې معده زیاته ډکه شی  که سړى  سر ټیټ کړی  رکوع یا سجدې ته او یا پر چپ اړخ پریوزی  په خوب کې یې خواړه مرۍ ته  راځی

۱ـ  باید ناروغ ځان ډاکتر ته ښکاره  کړی

۲ـ خواړه باید لږ وخوری

۳ـ له خوړو وروسته باید سمدستی بیده نه شی او خواړه دې پر خپل وخت په منظم ډول وخوری 

۴ـ که دبدن وزن زیات وی وزن دی کم کړی

۵ـ  دچپر کټ دسر خوادې ۱۵ ـ ۲۰ سانتی  لوړه کړی

۶ـ  غوړ دى لږ خوری  او له الکولو او سګریټو  څخه دی پرهېزوکړی

۷ـ ډوډۍ باید په انتظام خوری  او له غوسې  څخه ځان وساتی

دنوموړې ناروغۍ دعلاج لپاره لاندی مواد ګټه رسوی

شونډ ( ادرک ) دقى لپاره ګټور دى اود معدې تیزابی خاصیت سموی

*ویلنی ( نعناع ) دقى  اوکه هاضمه خرابه وی    ګټور دی

*دګل بابونه چاى دقى دپاره ګټور دى اود معدې تیزابی خاصت سموی

*دخوږولی چاى ګرمی او یخی   دمعدې دزخم او زیات تیزاب لپاره  ډیری ګټور دی

دمعدې تیزابو علاج :

دمعدې  دتیزابو نښی نښانی    لکه  بنده  اشتها   ،  معده درنه وی ،  دګیډې باد او خوا ګرځېدل  ، دمعدې  سوخت یا دمعدې دلوړی حصی  درد

دمعدې دتیزابو لاملونه زیات دی.  لکه  دمعدې التهاب لږ یا ډیر ، دمعدې زخم ،  دهاضمی  عصبی خرابوالى، دکوچنیو  یا غټو کولمو التهاب ، دځینو درملو خوړل ،  دځینو خوړو خوړل چې هغه  تیزاب زیاتوی یا ځینی کسان  له یو ډول خوړو سره حساسیت لری  لکه ( هګۍ ، مستې  ، کب ،  غنم ، مالټه  ،  چاکلټ

  1. ناروغ باید ډوډۍ ښه وژویې دډوډۍ په خوړلو کې باید بیړه ونه کړی  او لږ اوبه ورسره وڅښی چې دډوډی   په هضمولو کې مرسته وکړی .
  2. یوه کوچنی کاچوغه شونډ ( ادرک ) او نیمه کاچوغه خواږه ویلنی  په اوبو کی پنځه دقیقی وایشوئ او  په ګیلاس کې یې واچوئ.  وروسته یوه کوچنۍ  کاچوغه وچ ویلنی ( نعناع ) ورواچوئ   دګیلاس سر لس دقیقی  ور پټ کړئ    پس له لسو دقیقو یې صاف کړئ   که شات وی په شاتو ( عسل ) یې خواږه کړئ او تاوده یې وڅښئ.
  3. یوه کوچنۍ کاچوغه میده انیسون  په  یوه کوچنی ګیلاس ایشولو اوبو کی واچوئ لس دقیقی وروسته یې وڅښئ دورځې یو ځل  څښل کېږی. یوه کاچوغه  دجرجیر اوبه سهار خوړل کېږی .
  4. ایشولی خواږه ویلنی دمعدې دتېزابو لپاره ښه درمل دی د شیدو خوړونکی ماشوم لپاره  دکوچنۍ کاچوغې څلورمه حصه میده خواږه ویلنی په اوبو یا شیدو کی ایشول کېږی.
  5. پټاټه سپینه کړئ او پاکه یې ومینځئ  دپټاټې جوس ( اوبه ) وباسئ او صاف یې کړئ په هغې اندازه اوبه پرې ګډې کړئ ویې ځښئ
  6. دوې کاچوغې ښوونو ( زیتونو) تیل دهګۍ له سپینو سره ګډ کړئ  ژر یې وڅښی   ځکه  چې خوندیې ښه نه  دى .
  7. دکتان دانې میده کړی په اوبو کې یې خیشته کړئ  یو کوچنی  ګیلاس له ډوډۍ وروسته درې ورځې خوړل کېږی

دمعدې دزیاتو تېزابو لپاره :
۱_  ۵۰ګرامه میده ادرک +۲۵ ګرامه میده ویلنی ( نعناع ) په نیم کلیو شاتو (ګبین) کې پاخه کړئ تر څو مربا ترې جوړه سی یوه کاچوغه له ډوډۍ وروسته خوړل کېږی
۲ـ یوه کاچوغه ادوه ( دار چینی ) په یوه ګېلاس ایشولو اوبو کی واچوئ ۱۰ دقیقی وروسته یې صافر کړئ و یې څښی

نوټ:هغه کسان چې دګېډی باد بریښ ولری باید مسالې ، وچه مېوه  باغلی ونه خوری 

 دمعدې دزیاتو تېزابو علاج :

یوه غټه کاچوغه شات خوړل یونیم ساعت مخکې  له ډوډۍ خوړلو  تر څو چې ناروغی جوړېږی  او د تروو موادونه خوړولو ځخه  باید پرهېز وشی.

که چېرې له نوموړی درملنې سره مو ښه والى ترلاسه نه کړ، نو هرو مرو دطبی ډاکټرانو لارښوونه ومنى.

رنځورمل دوکتور میر احمد علی سید

ممکن است شما دوست داشته باشید