روزنامه هیواد

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مالی منابعو لټولو غونډه وشوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبری پلاوی سره د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د مالی منابعو لټولو په موخه خبرې وکړې.په دې ویډیو کنفرانس کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دوستو هېوادونو او بین المللی سازمانونو د یو شمېر هغو مرستو او ژمنو د انتقال په اړه، چې دمخه د انکشافی پروژو په تطبیق لګول کېدې، بحث او خبرې وشوې.په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پراختیایی پروژو له مصارفو څخه د پاتې پیسو لېست دې ترتیب شی، چې مرسته کوونکو هېوادونو ته له مراجعې او د هغوی له توافق وروسته یادې پیسې کرونا ویروس سره په مبارزه کې مصرف شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید