روزنامه هیواد

له ښوونځی پیلولو مخکې د افغان ماشومانو طبی معاینه کېږی

د هېواد د پوهنې او روغتیا چارو وزارتونو د لومړی ځل لپاره ښوونځیو ته د نویو ورتلونکو ماشومانو دروغتیایی معایناتو لړۍ پیل کړې. د پوهنې وزارت هغه څېړنه چې سږ کال په کابل کې شوې، ښیی چې ۳۰ سلنه هغو مشومانو چې نوی ښوونځی ته تلل، روغتیایی ستونزې درلودې.

د پوهنې وزارت وایی: دا ستونزې د کور او ښوونځی له خوا وړې بلل کېږی ، خو په ټوله کې د زده کوونکو پر زده کړو اغېزه لری. د زده کوونکو روغتیایی وضعیت د ارزولو دا پروګرام له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ازمایښتې بڼه له پلازمینې کابل څخه پیل شوى. د پوهنې وزارت وایی : په دې موده کې یی د ۴۰ ښوونځیو د باندې د ۹ زره نویو زده کوونکو طبی معاینې کړې دی.

د وزارت د ویاندې نوریې نزهت په وینا له دې معاینو معلومه شوې چې نږدې دری زره زده کوونکو د غوږونو، خولې او سترګو په برخه کې روغتیایی ستونزې درلودې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال شاوخوا اته سوه زره نوی زده کونکی ښونځیو ته شامل شوی. په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه نور ماشومان چې ۶۰ سلنه یی نجونې دی له زده کړو بې برخې پاتې دی.

وزارت وایی :کورنۍ او ښوونکی باید له هغو ماشومانو سره لا ډېره مرسته وکړی ،چې د غوږونو، سترګو او خولې په روغتیایی ستونزه اخته وی.

چارواکی وایی په دې برخه کې ناغېړی د دې لامل کېږی چې د نویو شاملو شویو زده کوونکو دا ستونزه تر نورو ټولګیو هم دوام کوی او په پایله کې به یې زده کوونکی په زده کړو کې کمزوری وی.

د پوهنې او روغتیا چارو وزارتونو له ښوونکو غوښتنه کړې چې داسې زده کوونکی د ټولګی په لومړی قطار کې کېنوی او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړی.

د پوهنې وزارت وایی : هڅه کوی چې له کابل ور هاخوا په نورو ولایتونو کې هم د نویو زده کوونکو دروغتیایی وضعیت د ارزولو لړۍ پیل کړی چې ورسره به یې پر وخت درملنې ته پام ډېر شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید