روزنامه هیواد

له پاکستان سره د عمل پر پلان د افغان لوری خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پلاوی پاکستان ته سفر وکړ او د دوشنبې په ورځ یې د عمل پر پلان خبرې وکړې، د عمل پلان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښو کېدو او  په لوړه کچه  د افغانستان او پاکستان د همکارىو د ایجاد او د ترهګرۍ پرضد مبارزه ده.  د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت  مرستىال ادرىس زمان تېره /دوشنبه/ د پاکستان د باندنىو چارو له وزىر سره په دې اړه او پاکستان ته د ولسمشر غنی پر کېدونکی سفر خبرې وکړې. د عمل پلان په چوکاټ کې دواړو هېوادونو موافقه کړې چې پر دىپلوماتىکو، اقتصادی او تجارتی مسئلو ، د کډوالو د بېرته راستنېدو پر چارو او همداراز په پوځی او استخباراتی همکارىو خبرې کوی. د پاکستان د بهرنىو چارو وزارت په ىوه خبرپاڼه کې وىلی چې ښاغلىو قرىشی او زمان د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د اړىکو او همکارىو پر زىاتېدو سلا وکړه.د سولې او پىوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې مىاشت کې جوړ شو ،چې له دې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړىکې ښې، اختلافی مسئلو ته حللارې موندل کېداى او دوه اړخىزې اړىکې پراخېداى شی. د عمل دغه ګډ پلان د ولسمشر محمد اشرف غنی طرحه وه، په دې اړه له پاکستانی چارواکو سره ډېرې غونډې شوې دی، آن په لوړه کچه او د پاکستان واکمنو ( پوځی مشرانو ) هم له افغان حکومت سره د عمل پر ګډ پلان غونډې جوړې کړې ،خو له بده مرغه، چې د پاکستان د ناوړه سیاست او دپوځ  د ځېل له امله دا پلان عملی څه ،چې یوې هوکړې ته یې هم غاړه نه ده اېښودل شوې، په افغانستان کې عامه ذهنیت دا و، چې د پاکستان د دغه دښمنانه دریځ له امله دې له دغه هېواد سره اړیکې پرې شی، له نېکه مرغه ولسمشر غنی د ولس دې غوښتنې ته پام وکړ او له پاکستان سره حالات تر وروستۍ کچې خړ پړ شول، په دې مانا،چې د عمل ګډ پلان ته د پاکستان نه ژمنتیا له دې امله ده، چې پاکستان د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه روانه ساتلې او د ترهګرۍ او اورپکۍ په جامه کې یې پوځیان او څارګره شبکه راغلی ، افغانان یې وژلی او مخامخ جګړه یې روانه ساتلې او رهبرې کوی یې. اوس چې د عمل پر پلان یوځل بیا خبرې پیل شوې، پاکستان غواړی، چې ځان خبرو ته ژمن ښکاره کړی، فرصت تر لاسه او د ترهګرۍ او اورپکۍ له امله پرې راغلى فشار لږ ترلږه کم کړی!؟ د دې لپاره د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ولسمشر غنی ته بلنه ورکړې، چې لا وخت پرې تېر کړی او له دې هم ډېر فرصت تر لاسه کړی، ښایی خو دا چې لومړى باید له پاکستانه د تېرو ژمنو د پوره کېدو پوښتنه وشی، بیا ورسره د اړیکو پر جوړولو غونډې وشی، خو د افغانستان بهرنۍ پالیسی نور او نور فکر ته اړتیا لری. اوس هم ملت پاکستان ته د ولسمشر غنی پر سفر خوښ نه دى او دا سفر د ملت له خوښې پرته صورت نیسی، چې د پاکستان چل په کې دى او آن خداى مه کړه، ولسمشر ته ستره لومه ده! ولسمشر ته مو وړاندیز هم دا دى، چې د پاکستان همېشنی دریځ ته په کتو سره اسلام آباد ته پر سفر له سره کتنه وکړی! اوس د ده د سفر هېڅ اړتیا نشته، که له پاکستان سره د سیمې د اتصال پر پلان خبرې کېږی، نو لومړى دې د بهرنیو چارو د وزارتونو په کچه دا خبرې وشی، که نوره اړتیا وی، نو بیا غوره ده، چې عمران خان کابل ته را وغوښتل شی او دلته هغه خبرې وشی، چې پاکستان پلمه کړی او یا یې ورته تمایل ښکاره کړى دى!

ممکن است شما دوست داشته باشید