روزنامه هیواد

له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر ۶۰ سلنه کم شوى

په پاکستان کې د ملګریو ملتونو د کډوالۍ ادارې ىو اىن اىچ سی ار د بېرته ستنېدونکو افغانانو په بهىر کې سستوالی ته اندېښنه ښودلې او وایی، تر اوسه په ۷ مىاشتو کې ۴۵۹۹ افغانان بېرته په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوی دی.

اکسپرېس ټرېبىون ورځپاڼې د ىو اىن اىچ سی آر د ىو مهم چارواکی له قوله وىلی، دوى هر کال افغانانو ته د بېرته ستنېدو په برخه کې ځىنې اسانتىاوې اعلاموی خو سږ کال د ستنېدو په بدل کې هر افغان ته ورکول کېدونکې پىسې کمې وې.

دغه سرچىنه وایی، معلومات ىې ښیی چې پخپله خوښه افغانستان ته له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو شمېر ۶۰ سلنه کم شوى دى.

د ملګریو ملتونو د کډوالۍ اداره وایی، د سږنی ۲۰۱۹ کال په ۸ مىاشتو کې ۱۴۰۱۷ کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوی، مګر دا سلسله د ۲۰۱۹ کال له اولې مىاشتې وروسته په تدرىج سره د پام وړ کمه شوې ده.

د ملګریو ملتونو د کډوالۍ اداره وایی، د کډوالو د راستنېدنې په بهىر کې سوکه والى له دې کبله هم راغلى د ژمی موسم په رارسېدو دى.

دا مهال  په پاکستان کې ۱ اعشارىه ۴ مېلىونه افغانان په قانونی شکل د کډوالۍ ژوند کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید