روزنامه هیواد

له وزیرستانه خوست ته د کډوالو نوې څپه راماته شوې

د خوست ولایت چارواکی وایی ، چې په دې وروستیو کې له شمالی وزیرستانه شاوخوا ۱۶۰۰ کورنۍ د جگړو له کبله ور کډه شوی دی.له شمالی وزیرستان څخه تازه په سونو کورنۍ د جګړې له امله خوست ته کډه شوی او دا لړۍ روانه ده. دغه کورنۍ د خوست د کډوالو ګلانو په کمپ او ځینو وسلوالیو کې ځای پرځای شوی.دغه کډوال وایی ،چې په وزیرستان کې د جګړو او د پاکستان پوځ د عملیاتو له امله اړ شول چې خپل کورونه پریږدی. د وزیرستان له ادم کوټ سیمی څخه رامهاجر شوی ملاداد خان دویچه ویله ویلی، چې په خپله سیمه وزیرستان کې یې ژوند خوندی نه و، ډېرو خلکو د جګړې او د توپ مرمیو د لګیدو له امله ژوند له لاسه ورکړ او دوی اړ شول، چې له ډیورنډ کرښې راواوړی.ده وویل: (( نوی ضرب عضب پیل شوی، اوس له روژې پنځه ورځې مخکې ادم کوټ کیلې نه راغلی یوو. پاکستان پورته د جنګ په لور حرکت وکړ، سخته بمباری یې وکړه، موږ ترې راووتلو.))د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د وزیرستانی کډوالو د ګلان په نامه کمپ کې مېرمن جنت بی بی چې د خپلې کورنۍ سرپرستی ور ترغاړې ده له دریو کوچنیو کورنیو سره یو ځای په خټنه کوټه او لویه خیمه کې ژوند کوی وایی: (( موږ ته دلته هرشی تکلیف دی، د ټانکۍ اوبو تکلیف دی، موږ هرڅه ته ضرورت دی، موږ خو له ښې ورځې نه یوو راغلی.))د خوست د کډوالو چارو رییس محمدهاشم حلیم وایی، له تېری میاشتی راهیسې له شمالی وزیرستانه د جګړو له امله د کډو بهیر راپیل شوی او تر اوسه څه باندی۱۶۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ له دوی سره راجستر شوې دی، چې تازه راکډه شوې دی. نوموړی وایی: دوی له دغو کډوالو سره د خیمو او لومړنیو خوراکی توکو مرستې پیل کړی او د نورو کډوالو د راتګ لپاره هم د مرستو چمتوالی لری.ده وویل: (( سپیرې ولسوالۍ، ګلان کمپ، مرکز متون او مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو ته کډی رابې ځایه شوې دی. زموږ سروې ټیمونو۱۶۰۶ کورنۍ سروې کړې او لومړنۍ خوراکی توکو مرستی مو ورسره کړې دی.))دوه کاله مخکی هم له وزیرستانه ځنی کورنۍ افغانستان ته مهاجری شوې چی وروسته بیا پاکستان بیرته یو شمېر یې خپلو مېنو ته ستنې کړلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید