روزنامه هیواد

له نړیوال جامه وړاندې د افغان لوبډلې په اړه څو پوښتنې

د پنځوس اوریزو نړیوال جام لپاره چې د مۍ میاشتې په دېرشمه پیلېږی،بېلابېلو لوبډلو خپل پنځلس کسیز نوملړ اعلاموی چې په عام ډول د لوبډلې زیات تمرکز پر چټک توپ اچوونکی وی.د افغانستان لپاره دا دویم نړیوال جام دی چې ګډون په کې کوی ، خو په ۲۰۱۸م کال کې د یادې لوبډلې کړنې او د سوکه توپ اچوونکو جادویی توپ اچونې یې نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه.که څه هم هره لوبډله د یاد جام لپاره پر چټک لوبغاړو ډېر تمرکز کوی، خو سره له دې به هم د افغان لوبډلې پیاوړتیا په سوکه توپ اچونکو کې نغښتې وی.

افغان لوبډلې د ایرلېنډ پر وړاندې په پنځه یو ورځنیو سیالیو کې بېلا بېل لوبغاړی وازمویل، په پرانیستی توپوهونکو کې یې څلور لوبغاړی حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد، جاوېد احمدی او نور علی ځدراڼ وازمویل.

په دې کې د شهزاد او ځاځی جوړه تر ډېره غوره وه، خو آیا نور علی کولای شی په ټاپ ارډر کې د دوی مرسته وکړی او که به رحمت شاه یو ځل د لوبډلې د ملا تېر په څېر لوبېږی؟

د افغان لوبډلې دوییز یا ریګولر اوپنر توپوهونکی به څوک وی؟

حضرت ځاځی او شهزاد

شهزاد او نور علی

نور علی او ځاځی

رحمت شاه او شهزاد

ځاځی او رحمت شاه؟

په تېره نږدې کې د افغانستان کرېکټ بورډ د ملی لوبډلې لپاره په حیرانوونکی ډول نوی لوبډلمشر (ګلبدین نائب) وټاکه، چې محمد نبی او راشد خان پرې ناخوښ وو، که څه هم اوس دغه پرېکړه وروستۍ شوې، خو د لوبډلمشر بدلون به نړیوال جام کې پر لوبډله بد اغېز وکړی؟

هو، اصغر افغان د ملی لوبډلې د بریا راز و؟

نه، ګلبدین نائب د لوبډلمشرۍ لپاره چمتو دی.

د افغان لوبډلې تر ټولو ستره ځواکمنتیا پر سوکه توپ اچوونکو کې ده، چې په نړیواله کچه منل شوی توپ اچونکی لری، خو د انګلستان حالت ته پر کتلو د چټک توپ اچوونکو لوبول تر ټولو زیات مهم دی، په ځانګړی ډول کله چې اسمان وریځ او پیچ کې توپ تاوییږی، په عام ډول افغان لوبډله د دولت ځدراڼ، افتاب عالم او لوبډلمشر نایب په څېر لایق توپ اچوونکی لری، خو کوم توپ اچوونکی به په احتیاطی ډول له نوموړو سره مرسته وکړی؟

شاپور ځدراڼ، حمید حسن، کریم جنت او که سید شېرزاد؟

معلومه ده، چې افغان لوبډله په نړیوال کچه منوونکی وېکټ سوځونکی سوکه توپ اچونکی لری، مجیب په لومړیو اوورونو کې، راشد او نبی په وروستیو اوورونو کې غوره ثابتېدلای شی، دغه دری سوکه توپ اچوونکو په تېرو دولسو میاشتو ۵۴ وېکټې اخیستې، په داسې حال کې چې چټک توپ اچوونکو یوازې ۲۶ وېکټې اخیستې دی، نو ایا افغان لوبډله به پر سوکه توپ اچونکو تکیه وی؟ هو، دوی د لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبوی.نه، افغان
لوبډله یوازې پر دوی منحصره نه ده، بلکې ډېر پرمختګ یې کړی.مجیب ځدراڼ چې اوسمهال د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږی، څه موده وړاندې د ډګر ساتنې پرمهال پر اوږه ټپی شو، چې د لوبډلې پر وینا یې نوموړی به له یوې یا دوه سیالیو بهر وی، خو افغان لوبډله به د نوموړی لپاره کوم لوبغاړی بدیل وټاکی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید