روزنامه هیواد

له ملی شورا څخه د جمهوررییس غنی د مننې پیغام

غواړم د ملی شورا د دواړو مجلسونو (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) رهبرۍ او غړو ته له نظام، د افغانانو د ګډو ارزښتونواو اتلو امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ څخه د دوی د برحقه موضع ګېرۍ په خاطر د مننې مراتب څرګند کړم.له شک پرته ملی شورا د افغان ولس د ارادې ښکارندوی دی. د ولسی جرګې او مشرانو جرګې رهبری او غړو د وړمې ورځې د ګډې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د افغان ولس په صف کې ولاړ دی.همداراز په لنډه موده کې د دغې پرتمینې غونډې د جوړولو په موخه د ولسی جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشاو په ګډون د دواړو مجلسونو د ټولو کارکوونکو قدردانی کوم .په دې حساسو شرایطو کې زموږ وحدت او یووالی به د تجاوز او فتنې په مقابل کې د افغان ولس د بریالیتوب لامل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید