روزنامه هیواد

له ملی شورا سره نږدې هر اړخېزه او اساسی همکاری غواړو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ ماسپښین د ولسی جرګې د دفاعی چارو او مځکنۍ بشپړتیا او داخلی امنیت کمېسیونونو رییسانو او غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدی د دفاعی چارو او مځکنۍ بشپړتیا او داخلی امنیت کمېسیونونوکلیدی رول ته په اشارې وویل: دوی د هېواد امنیتی او دفاعی چارې له نږدې څاری او له اړوندو بنسټونو سره د نږدې همکارۍ په لرلو سره د ولس غوښتنې ورسره شرېکوی.

ورپسې د ولسی جرګې د دفاعی چارو او مځکنۍ بشپړتیا کمېسیون رییس میرحیدر افضلی او د داخلی امنیت کمېسیون رییس خان اقا رضایی او همدارنګه د دې کمېسیون مرستیالې وږمې صافۍ د خپلو اړوندو کمېسیونونو د کړنو راپورونه له جمهوررییس سره شریک کړل.

دوی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د لوړ مورال، مبارزو او سرښندنو قدردانی وکړه او وې ویل: د سرتېرو تجهیز، د رخصتیو او نورو اړوندو مسایلو او د ستونزو حل ته دې اساسی پاملرنه وشی.

یادو ویناوالو وویل: ولسی جرګه د حکومت، سولې پروسې، نظام او جمهوریت ټینګه ملاتې دی. همدارنګه یې ټینګار وکړ ،چې حکومت، ملی شورا او سیاسیون باید واحد غږ ولری او د سولې له برابر شوی فرصت څخه اعظمی ګټه واخیستل شی. هغوی زیاته کړه، ولس باعزته او داسې سوله غواړی چې نظام، جمهوریت، د هېوادوالو او په ځانګړی ډول د ښځو حقونه او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې په کې خوندی شی.جمهوررییس غنی د یادو کمېسیونو رییسانو او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تدارکات د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې کیلیانې دی او په دې برخه کې د اصلاحاتو دویم پړاو تر لاس لاندې دی.

جمهوررییس غنی د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل: د دوی په ملاتړ د ملی شورا او د ولس واحد غږ په کار دی او د شهیدانو کورنیو ته به لا ډېره رسیدګی وشی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: د سولې مشورتی لویې جرګې د ملت زغم او لوړ اخلاق تمثیل کړل او د طالب زندانیانو د آزادولو په برخه کې خنډونه یې په تدبیر هوار کړل. هغه په ټینګار سره وویل: د جمهوریت په ارزښتونو او امنیتی او دفاعی ځواکونو باندې هېڅوک معامله نشی کولی.جمهوررییس وویل: د افغانستان خلک د اوسنی نظام ټینګ ملاتړی او غوښتونکی دی او همدارنګه د تېرو نولس کلونو د ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ د اساسی قانون په چوکاټ کې تلپاتې او باعزته سوله غواړی. ده زیاته کړه: د بحث ابعاد باید پراخه شی، ځکه دا د نظام، جمهوریت او خلکو قوت ښیی.جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پای کې وویل، له ملی شورا سره نږدې، هر اړخیزه او اساسی همکاری غواړو او ستاسو وړاندیزونو ته به د اړوندو بنسټونو او مسوولینو له لوری رسیدګی وشی. ده زیاته کړه: د نړۍ او سیمې هېوادونو سره زموږ مناسبات په دوه اړخیزو ګټو استوار دی او د اوبو مدیریت ته هم اساسی پاملرنه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید