روزنامه هیواد

له لېبیایی جنرال سره د ټرمپ خبرې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیبیا د وسله والو له مشر خلیفه حفتر سره د دغه هېواد پر روان وضعیت ټلېفونی خبرې کړې دی. ټرمپ د ترورېزم پر وړاندې مبارزه او د لیبیا د نفتی زیرمو په امنیت کې د حفتر رول «ارزښتناک» یاد کړى. دوى دغه راز په لیبیا کې د « باثباته دموکراتیک سیاسی نظام» او د دغه نظام د جوړېدو پر څرنګوالی خبرې کړې دی. لیبیا په ۲۰۱۱م کال کې د دغه هېواد د پخوانی دیکتاتور معمر قذافی د حکومت تر پرځېدو وروسته، له سخت کړکېچ سره مخ ده. په طرابلس کې د لیبیا رسمی حکومت ضعیف دى او د دغه هېواد ډیرې برخې یې له کنتروله وتلې دی. د حکومت او جنرال حفتر ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۲۰۵ کسان وژل شوی او له ۹۰۰ ډېر ټپیان شوی دی او له ۲۵ زرو ډیر کسان بې ځایه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید