روزنامه هیواد

له طالبانو سره په تفاهم کې باید له  حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند شامل وی

د افغانستان جمهوری ریاست د زمری په ۲۶تمه د سولې لپاره د افغان حکومت نوی شرایط روښانه کړلد جمهوری ریاست ویاند صدیق صدیقی امریکا غږ ته ویلی چې افغان حکومت ته د سولې د نقشې اساسی اهداف ، اوربند، سیاسی ژوند ته د طالبانو ستنېدل او له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات دی او له طالبانو سره د هر ډول هوکړې پایله هم باید همدا وی.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان په اړه له امریکایی چارواکو سره د ډونالډ ټرمپ تر غونډې وروسته (( د تاوتریخوالو کمېدو او اوربند))  ته اشاره وکړه.ده د ټویټر په پیغام کې ویلی: (( موږ له افغانستان سره په مشترکه   همکاری کې ، د تاوتریخوالو د کمېدو او د اوربند په ګډون د سولې د یو هر اړخیز توافق ترلاسه کېدو ته ژمن یو…))، خو د افغانستان د جمهور رییس ویاند په خبری کنفرانس کې وویل: ((  په لومړی ګام کې طالبان باید دې ته وهڅول شی چې اوربند ومنی، تاوتریخوالی ونه کړی او له ملت سره خپلې ښکاره دښمنی ته د پای ټکی کېږدی.))ښاغلی صدیقی دا هم وویل: د اوربند او شرایطو پر اساس له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو وتل د سولې د پروسې اصلی موضوعات شمېرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید