روزنامه هیواد

له طالبانو سره د مذاکراتو ځنډ پر ځای اقدام و

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رایان کراکر له نیشنل ریویو امریکایی رسنۍ سره په مرکه کې ویلی، طالبانو چې اوربند نه کاوه نو ډونالډ ټرمپ ښه کار کړی، چې له دوی سره یې په کمپ ډیوید کې لیدنه او د سولې مذاکرات لغوه اعلام کړل، خو په وینا یې په مذاکراتو کې دا ځنډ باید د یو څه وخت لپاره دوام وکړی.نوموړى وایی: له طالبانو دا تمه به، چې القاعده جګړه ماران  به امریکا ته حواله کړی، یا به له هغوی سره اړیکې پرې کړی، بې ځایه وی: ((  دا به په دې معنا وی چې موږ یوه دقیقه په یو شی فکر وکړو او خوشحاله به شوو، طالبان پوهېږی چې امریکا یو ځل ووته، بیا نه راګرځی.))د ښاغلی کراکر په خبره طالبان فکر کوی، چې د امریکا په څېر پیاوړی هېواد ورسره مذاکراتو ته غاړه کېښوده، نو افغان حکومت خو امریکا راوستی دی، لرې کول به یې د امریکا له وتلو وروسته آسانه وی: (( دا مسئله کټ مټ د انسان ذهن ته د پاریس او ویتنام مسئله دروی. حال دا چې زموږ اړیکه له افغانستان سره یوازې د طالبانو او القاعدې په تړاو نه ده، بلکې زموږ ملی ګټې او منافع هم په افغانستان پورې تړلې دی.))  د رایان کراکر په خبره که امریکا په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه ووځی، نو طالبان بیا راګرځی او دا به د افغانسان له خلکو، باسواده مېرمنو او ولس سره خیانت وی.نوموړى وایی: دا بحث چې له طالبانو سره د افغانستان څومره سیمې په واک کې دی؟ مهم دی، خو دا هم مهمه ده، چې فکر وشی هېڅ یو ښاراو پرنفوسه ځای د طالبانو په لاس کې نه دی: (( دوی څه موده وړاندې ځینې ولایتونه او مراکز یې ونیول، خو د تل لپاره ترې وایستل شول. دغه راز طالبان چې د شپې په کومو ځایونو واکمن دی، د ورځې بیا هلته نه لیدل کېږی، نه پرې ولکه لرلی شی.))د کراکر په خبره، دا ټکی چې امریکایان وایی: (( په اتلسو کلونو کې په افغانستان کې جګړه ونه ګټل شوه، راځئ چې ستانه شو.)) د امریکا د امنیت لپاره لوی ګواښ جوړول دی،نه یوازې دا بلکې په افغانستان کې راغلی بدلونونه به هم ورسره وپاشل شی.  رایان کراکر په منځنی ختیځ، لبنان، کوېټ، سوریه، پاکستان، عراق او افغانستان کې ۴۰ کاله د امریکا لپاره پیاوړې دپلوماسی کړې او ولسمشر جورج بوش ورته د امریکا د آزادۍ مډال هم ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید