روزنامه هیواد

له طالبانو سره د سولې په صورت کې دې د ښځو حقونو ته درناوى وشی

د سولې دخبرو پلاوی پرون د مدنی ټولنې د بنسټونو په ګډون له یوشمېر ښځو سره وکتل .په دې غونډه کې ګډون کوونکو لومړى د سولې لپاره د خبرو د بهیر او په کې د ښځو د رول په باب خبرې وکړې او له اساسی قانون سره سم د ښځو د حقوقو  په ساتنې ټینګار وشو.دوى د افغانستان له دولت  او مذاکره کوونکی پلاوی څخه وغوښتل چې  ښځې دې د سولې د خبرو د نتیجو په ټولو پړاوونو کې په پام  کې ونیول شی .په دې غونډه کې  د مدنی بنسټونو د غړو ښځو په استازیتوب اعلامیه ولوستل شوه  چې په کې د سولې په بهیرکې د دولت په تصمیمونو او د ښځودمشارکت ،دهغوى دحقوقو تامینول  او دملګروملتو د ١٣٢۵ پرېکړه لیک د مفادو د تطبیق  په باب ټینګار شوى دى.دغه را ز له ښځو سره په بېلابېلو پړاوونو کې د خبرو د نتیجو شریکول د دغې اعلامیې له غوښتنې څخه دی .په غونډه کې د جمهوری ریاست د دفتر لوى رییس او دمرکچی پلاوی مشر  عبدالسلام رحیمی  خبرې وکړې او له ګډون ګوونکو څخه یې په مننې سره په ټولو ملی بهیرونو کې دښځو رول بًرخلیک ټاکونکى وباله.رحیمی وویل چې د ښځود فعال رول  او د هغوى دحقوقو د احقاق لپاره یوازینى ضمانت ، اراده ، پیوستون او د هغوى غږ دى .ده ډاډ ورکړ چې د افغانستان دولت هېچا ته  ددې اجازه نه ورکوی چې دهغه په غیاب کې دهېواد لپاره تصمیم ونیسی .ښاغلی رحیمی دغه راز زیاته کړه چې  ټولې برخلیک ټاکونکې خبرې او مذاکرات به دافغانستان ددولت په محوریت ترسره شی.ده دغه راز څرګنده کړه  چې په دې لاره کې دافغانستان دټول ملت اوپه تېره بیا دهېواد دښځو ملاتړمهم او ارزښتناک دى . ده ژمنه وکړه چې  ښځې د سولې د خبرو په ټولو پرمختګونو کې شاملېږی  اوپه دې برخه کې یې نظرونه اخیستل کېږی.دغه راز مذاکره کوونکې غړې شاه ګل رضایی  او ډاکترې عالمې  په وار سره خبرې وکړې  اود سولې دخبرو په بهیرکې یې دافغانستان دښځو په ځواکمنۍ او استازیتوب دغونډې برخه والو ته  ډاډ ورکړ.     باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید