روزنامه هیواد

له طالبانو سره د سولې نوې هڅې

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د افغان سولې لپاره نوې هڅې پیل کړې دی، سره له دې، چې د امریکا دا نوی حکومت د پخوانی ولسمشر ټرمپ د ادارې له خوا له طالبانو سره د تېر کال هوکړه ارزوی، خو داسې ښکاری، چې امریکا له طالبانو سره د خبرو له لارې د جګړې د حل هڅو ته لومړیتوب ورکوی، په دې اړه خپله د امریکا ولسمشر بایډن او نورو چارواکیو هم خبرې کړې دی، خو د سولې هڅې به یې تر پخوا په توپیر کې وی، یعنې د وخت ضایع کول او یا هم داسې امتیاز منل، چې له امله یې ترهګرۍ ته ګټه رسېږی او یا هم د جګړې په ډګر کې د طالبانو په ګټه وی، له داسې څه به ډډه وکړی او د سولې لپاره د خپلو هڅو پایلې ته ګوری. هغه هم مثبته پایله، داسې پایله چې افغان حکومت او ولس یې غواړی او د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات مستقیمې اغېزې ولری.

د دې لپاره نه یوازې دیپلوماسی په کار ده، بلکې فشارونه هم نور لومړیتوبونه دی، چې باید ورته مخه وکړی، همدا اوس طالبان او د هغوی تر شا ولاړ لوری تر فشارونو لاندې دی، له پاکستان سره د ترهګرۍ د ملاتړ له امله حساب او کتاب او بیا هم په خړ لېست کې د پاکستان پاتې کېدل، له ایران سره د امریکا اړیکې او یا په بل لوری کې له روسیې او چین سره د امریکا مناسبات بدلون مومی او امریکا هڅه کوی، چې په دې برخو کې امتیاز چا ته ورنه کړی، که دا کار کوی، نو د دې معاملې له مخې به مثبته پایله هم تر لاسه کوی.

امریکا د سولې په چارو کې زلمی خلیلزاد ته بیا هم ماموریت ورکړی دی، ښاغلی خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غنی په شمول له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکیو سره کتلی او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دی. د امریکا سفارت په اعلامیه کې وېیلی، چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځی او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړی.د یادې اعلامیې په وینا، خلیلزاد دا ځل د دایمی ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوی دواړه لوری د جګړو کمولو ته تیار کړی.

خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غنی، د ملی د مصالحې عالی شورا له رییس او نورو سیاسی مشرانو سره کتلی دی.ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شی او بین الافغانی خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شی.

داسې ښکاری چې دا ځل امریکا له بل هر وخته د سولې په چارو کې جدی ده، ځکه د امریکا سیاسیون او چارواکی په دې فکر دی، چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، جګړې کمې نه شوې او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل و نه کړ. په دې برخه کې پخوانی چارواکی ملامت ګڼی او دا د ځان او امریکا لپاره شرم بولی، چې ولې طالبانو دوکه ورکړه؟!

دا به د امریکا د ولسمشر بایډن د ډلې له خوا له طالبانو سره لومړۍ خبرې وی، چې پیلېږی.خلیلزاد به د سیمې پر ځینو پلازمېنو سربېره له طالبانو سره په دوحه کې وګوری، هغوی ته به د امریکا جدی پیغام او هغه اندېښنې وړاندې کړی، چې طالبانو ورسره په تړون کې نه دی عملی کړې. د امریکا-طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې د راروانې مې تر لومړۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو نېټه ټاکل شوې.خو امریکا طالبان دغه تړون ته ژمن نه بولی او په عمل کې یې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی،خو طالبانو د دغه تړون په یو کلن کېدو له امریکا وغوښتل چې په خپله ژمنه ودرېږی. دغه حالت لانجمن دی او امریکا اړباسی، چې فشار راوړی او ژر پایله تر لاسه کړی.له همدې امله امریکایان هیله لری، چې د سولې مرکچیان باید په جامع اوربند او سیاسی لارې تمرکز وکړی. دا په داسې حال کې ده، چې هم افغانان، هم امریکا او ناټو او هم نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسېدلی، چې له افغانستانه وتل د امریکا په ګټه نه دی او باید دا کار ونه‌کړی، ان که چېرته په افغانستان کې له طالبانو او نورو ټولو ډلو سره جګړه په دوامداره توګه روانه هم وی.

خو بیا هم هیلې شته او افغانان د سولې لپاره د هرې هڅې هرکلی کوی او په تمه دی، چې دا ځل د سولې لپاره هڅې بریالۍ شی او د افغانستان او سیمې او په ټوله کې د نړۍ په ګټه په افغانستان کې دایمی سوله، امنیت او ثبات حاکم کړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید