روزنامه هیواد

له طالبانو سره د سولې تړون ته د امریکا د واکمن ګوند اندېښنه

د امریکا د واکمن ګوند یو شمېر غړی له طالبانو سره د سولې تړون ته اندېښنه لری.دا اندېښنه په داسې وخت کې پیدا شوې ، چې تمه ده د زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ هوکړه نهایی شی.د امریکا د کانګرېس غړې لیز چینی پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی، چې له طالبانو سره د سولې تړون ونه‌کړی.د لیز چینی پر وینا دا تړون د دې معادل دى ،چې امریکا القاعده، طالبانو او داعش ته جګړه بایلی.د کانګرېس دې غړې په واشنګتن پسټ ورځپاڼه کې لیکلی ، چې موږ باید د یوه سیاسی مهالوېش له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه ونه‌باسو او طالبانو ته داسې تسهیلات ورکړوو ، چې ترهګر خوندی پټنځایونه پیدا کړی ، چې له هغه په راتلونکی کې پر لوېدیځ د بریدونو پلانونه جوړ کړی.په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللى او تمه ده، چې له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرې پیل کړی.خلیلزاد مخکې ویلی و، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه‌یې له طالبانو سره خبرې کړې او طالبان باید د دې تضمین وکړی، چې د القاعده په څېر نورو ترهګرو ډلو ته شا کوی.د امریکا د پخوانی مرستیال ولسمشر لور، لیز چینی فاکس نیوز ته د طالبانو د تضمین په اړه شک څرګند کړ.دې وویل: (( د طالبانو اړیکې له القاعده سره لاهم پیاوړی دی. د دوی مشرانو له یوه بل سره د مرستو ژمنې کړی، دوی د یوه بل ترڅنګ له نورو سره جګړه کوی. موږ پر دوی د سولې د همکار اعتماد نه‌شو کولای او یا له دوی څخه داسې تړون نه‌شو اخیستلی او خپل امنیت د هغو خلکو لاسونو ته نه‌شو سپارلى، چې اسامه بن لادن ته‌یې پناه ورکړې وه))د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: غوره دا ده چې یو شمېر امریکایی پوځیان په افغانستان کې پاتې شی او ده وویل چې دا ګرانه ده چې پر طالبانو باور وشی.په امریکا کې د سیاسی چارو پوه علم پایند آزادۍ راډیو ته ویلی: په امریکا کې دوه ډوله خلک دی، یو ډول‌یې د افغانستان له وضعیت سره آشنا دی، هغوی نه‌غواړی چې امریکایی پوځیان له افغانستان په بشپړ ډول ووځی او بله ډله‌یې بیا د دې پلوی کوی، چې امریکایان له افغانستانه ووځی. ښاغلی پایند زیاته کړه ،چې طالبان هم د نورو ترهګرو د مخنیوی ضمانت نه‌شی کولای.ښاغلی پایند زیاتوی: (( په افغانستان کې طالبان دا نه‌شی کولای ضمانت کړی ،چې ترهګر بیا افغانستان ته نه‌شی راتلی، ولې چې یو لک امریکایی عسکر وو، ۵۰ زره د ناټو او د امریکا د متحدینو دوه لکه هم افغان پوځیان ، چې دا ټول درى نیم لکه څلور لکه عسکر کېدل دوی و نه‌شوای کولای، چې په افغانستان کې دا خلا ډکه کړی، نو دا یوازې طالبان څرنګه دا ضمانت کولای شی.))د یو شمېر راپورونو په استناد امریکا له طالبانو سره داسې موافقې ته نږدې شوې ، چې له مخې یې شااوخوا ۴۰۰۰ امریکایی سرتېری له افغانستانه ووځی او د دې په بدل کې طالبان القاعده شبکه له هغو سیمو، چې دوی په‌کې واکمنان دی، وشړی.د کانګرېس مخکښه غړې لیز چینی وایی: طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته هغه وخت پناه ورکړې وه، چې بن لادن پر امریکا حمله وکړه او دې ډلې کله هم په علنی ډول القاعده نه‌ده رټلې، برعکس د القاعده وسله‌وال له طالبانو سره د اسلامی امارت د بیا واکمنۍ لپاره مرسته کوی.لیز چینی زیاتوی، چې موږ خپل امنیت هغه دښمن ته ورکوو، چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو وروسته‌یې القاعده ته پناه ورکړې وه، نو د امریکا ولس باید پوه شی چې دا ولې؟په کانګرېس کې د جمهوری غوښتونکو یو شمېر نورو غړو هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی،چې له افغانستانه پوځیان ونه‌باسی او که دا کار کوی باید ډاډه شی چې د ترهګرو مخه نیول کېږی.د واکمن ګوند بل غړی ادم کینزینګر په ټویټر کې لیکلی ، چې د افغانستان بایلل په ډېر ساده ډول په عراق کې د بارک اوباما د تېروتنې تکرار دی. دی لیکی، چې ولسمشر ټرمپ هیله ده چې ژور فکر وکړی مخکې تر دې چې ورته پرېکړه کوی.د جمهوری غوښتونکو یو شمېر غړی پر پخوانی له ولسمشر بارک اوباما دا انتقاد کوی ،چې له عراقه‌یې امریکایی پوځیان وایستل او هلته داعش ډلې ته زمینه برابره شوه چې ډېرې سیمې لاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید