روزنامه هیواد

له طالبانو سره د سولې تړون به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لاسلیک کړی

د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی د کموالی طرحې سره د امریکا د متحدو ایالتونو له توافق وروسته طالبانو د اوو ورځو لپاره په افغانستان کې د خشونت کموالی ته چمتووالى نیولى او ددې مودې له پاى ته رسېدو سره هم مهالې به د سولې هوکړه لاسلیک شی.په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د وروستیو توافقاتو له جریانه باخبره کسان وایی، چې د طالبانو او متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې دتوافقنامې لاسلیک ټول مسایل حل شوی او د هوکړې د لاسلیک پر نېټه هم توافق شوى دى.په دوحه کې د سولې له خبرو باخبره سرچینې وایی چې دغه هوکړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسوولان لاسلیک کړی.بلخوا طالبانو ته نږدې کسان وایی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ټولې خبرې د امریکایی ځواکونو پر وتلو متمرکزې دی او پر دې ټولو مسایلو توافق شوى دى.پخوانی طالب چارواکى سیداکبر آّغا وایی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته به بین الافغانی مذاکرات، چې جرمنی ورته چمتووالى نیولى، پیلېږی.په ورته وخت کې د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالی هوکړې د لاسلیکېدو هرکلى کړى او دا یې د افغان سولې او ثبات لپاره واقعی فرصت بللى دى.  هغه وړاندیز کړى چې جرمنی دې د افغانی مذاکراتو لپاره کوربه هېواد وټاکل شی، ځکه د هغه په وینا دا نازکه سیاسی پروسه باید یوازې په خوندی ځاى کې تر سره شی.په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له طالبانو سره د تاوتریخوالی د کمولو ۷ ورځنى وړاندیز او تړون خطرناک وباله خو وایی چې امیدواری شته.هغه وړمه ورځ شنبه د جرمنی د مونیخ په امنیتی کنفرانس کې وویل چې پر دغه وړاندیز د طالبانو او د امریکا د استازی ترمنځ بحثونه شوی او اوس باید په افغانستان کې (( سولې ته هم یو چانس )) ورکړل شی.هغه وویل: (( اوسمهال د تاوتریخوالی د کمېدو وړاندیز چمتو دى چې زموږ د سفیر او طالبانو ترمنځ پرې موافقه شوې ده. ډېره هیله بخښوکې ښکاری. موږ له تېرو څو ورځو راهیسې له خپل کانګرېس سره په دې اړه مشورې کوو- ما په دې اړه ډېر بحثونه کړی. په بروکسل کې هم په دې اړه د ناټو له متحدینو سره بحثونه روان دی.))ځینو امریکایی چارواکو، چې د تړون پر جزیاتو خبر دی، ویلی چې دا موافقه به لومړى رسماً اعلان شی، د تاوتریخوالی کمېدل به نن د دوشنبې له ورځې پیل او بیا به په لسو ورځو کې بین الافغانی مذاکرات پیل شی.د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په مونیخ کې له ولسمشر غنی سره هم په دې اړه خبرې وکړې. ښاغلی اسپر وویل چې ولسمشر غنی د دغه تړون ملاتړى دى.هغه زیاته کړه: (( موږ لږ تر لږه یو ساعت له هغه (ولسمشر غنی) سره خبرې وکړې. زه فکر کوم چې هغه د دغه تړون ننګه کوی او موافق دى.))په ورته وخت کې سیاسیون پر حکومت نیوکه کوی چې تر اوسه یې د بین الافغانی خبرو لپاره پلاوى نه دى ټاکلى. سیاسیون وایی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته د سولې خبرې پیلېږی او باید وار له مخه د دغو خبرو لپاره جامع پلاوى ټاکل شوى واى.

ممکن است شما دوست داشته باشید