روزنامه هیواد

له طالبانو سره د امریکا تړون یو کلنی بهیر

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ معاملې، چې ډېر یې د دوی تړون بولی، یو کال تېر شو، په ریښتیا چې دا تړون د طالبانو او امریکا لپاره ډېر ګټور و، ځکه په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د امریکا پر عسکرو هېڅ برید ونه شو او دامریکایی ځواکونو تلفات صفر وو، دامریکا پخوانی حکومت هم دا خبره منلې او په دې موده کې دامریکا د یوې پیشو پوزه هم نه ده وینې شوې.

طالبانو هم په دغه تړون کې ګټه وکړه، پراخه ګټه، له یوې خوا افغان ځواکونو ته امر شوی و، چې د سولې په پار په دفاعی حالت کې قرار ولری، یعنې پر طالبانو یرغلیز علمیات په ټپه ودرېدل، امریکا او ناټو هم د هغې معاملې له مخې پر طالبانو بریدونه ونه کړل، په دغه راز حالت کې طالبانو بیا ساه واخیسته، خپلې لیکې یې پیاوړې کړې او افغان حکومت د هغوی ۵۵۰۰ بندیان ور ازاد کړل، طالبانو په دې موده کې ځان راټول کړ او له سره یې د زندانیانو په ازادېدا سره خپلې لیکې تر بل هر وخته ډېرې پراخې او پیاوړې کړې. طالبانو په ډېر ډاډه زړه او دامریکا او پر لیکو یې د امریکا په مشرۍ د ناټو او بهرنیوو ځواکونو له کوم برید او مزاهمت پرته خپلو پوځی خوځښتونو ته پراختیا ورکړه او بیا یې په ډاډه زړه پر افغان ځواکونو په داسې حالت کې بریدونه او یرغلونه پیل کړل، چې افغان ځواکونه د سولې په هیله په دفاعی حالت کې وو، په دې حالت کې افغان ځواکونو سخت زیانونه وګالل.

یعنې د قطر هغې معاملې چې هدف یې په افغانستان کې سوله او د جګړې ختمول و، طالبان پیاوړی او زړور کړل. د قطر طالب پلاویوو په نړیواله کچه ځانونه مطرح کړل او د سیمې ګڼو هېوادونو ته یې سفرونه هم وکړل. د قطر طالب ډلې په خلاص د خپلو لیکو دتجهیز لپاره مرستې تر لاسه کړې او په لسګونه میلیونونه ډالر ورکړل شول.

دا ټول د طالبانو پر ګټه تمام شول، خو افغانانو په کې سخت زیانونه ولیدل، جګړه پراخه شوه، هدفی وژنو خلک ووژل او طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ او بیا یې خپلو بریدونو ته زور ورکړ. په داسې حال کې چې طالبانو د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره په قطر کې تړون (معامله ) کې منلې، چې باید د افغانستان له دولت سره خبرو ته کېنی، د القاعده په ګډون تروریستی ډلو سره به اړیکې پرې  کوی او هغوی ته به اجازه نه ورکوی چې د امریکا او متحدانو پرضد یې د افغانستان له خاورې حملې تنظیم کړی.

د دې په بدل کې امریکا ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ میلادی کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسی. امریکا دغه تړون ته د ژمنتیا په صورت کې نه یوازې له طالبانو سره اوربند ته ژمنتیا په ډاګه کړه، بلکې په بې ساری توګه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ هم پراخه کړه.خو په بدل کې طالبانو ژمنې عملی نه کړې، سره له دې، چې د قطر معاملې متن تر اوسه رسنیوو ته نه دی رسېدلی، خو وېیل کېږی، چې په هغه متن کې طالبانو منلې، چې له القاعده او ترهګرۍ سره به اړیکې پرې کوی، د سولې خبرو ته به کینې او تل پاتې اوربند به کوی،خو دا ټول برعکس ثابت شول.

په سنګرونوکې امر منوونکیو طالبانو ته وېیل کېږی، چې امریکا او ناټو ماتې خوړلې، بری د دوی دی او افغان حکومت به هم نسکور شی، چې بیا به واک هغوی تر لاسه کړی، نو جګړې ته دوام ورکړئ. په حقیقت کې له افغانستانه د زیات شمېر امریکایی ځواکونو ایستلو لړۍ د طالبانو هغه ادعا پیاوړې کړې ده چې ګنې دوی د بل هر وخت پرتله اوس ډېر پیاوړی شوی دی.

د افغانانو لپاره دغه معامله بې ګټې څه چې سخته په زیان وه.طالبانو د سولې لپاره هوډ نه دی ښکاره کړی او د سولې په نامه وخت ضایع شوی دی، افغانانو ته درانه ځانی او مالی زیانونه اوښتی دی او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی. د افغانانو هیله او غوښتنه دا ده، چې نه یوازې پر دغې معاملې باید له سره کتنه وشی، بلکې پر طالبانو او دهغوی پر ملاتړیوو لورو هم فشار راوړل شی، چې دسولې لپاره ژمنتیا په ډاګه کړی. له دې پرته د افغانستان کړکېچ او د ترهګرۍ فعالیتونه به دسیمې او نړۍ امنیت اوسوله هم وګواښی.


ممکن است شما دوست داشته باشید