روزنامه هیواد

له طالبانو سره دې د خبرو لړۍ دوام وکړی

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دقطرغونډې دلغوه کېدوپه اړه دافغانستان داسلامی جمهوری دولت له ولسمشرسره تیلفونی خبرې وکړې. دغه خبرې دوری میاشتې په ۳۱ مه ترسره شوې. د امریکا دبهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی، چې ښاغلی پمپیودطالبانو له خوادپسرلنیو عملیاتودپیل اعلام غندلى. دقطر غونډه ددغه هېواد له خوا لغوه شوه اوعلت یې دافغان حکومت له فهرست اونوملړسره دقطرمخالفت و. دامریکا دبهرنیو چارو وزیربیاټول اړخونه هڅولی، چې له موقع په استفادې سره دکنفرانس دبرخه والو پرسرتفاهم وکړی، چې ډېرژرپه قطرکې دغسې یوټولشموله افغانی ډیالوګ ترسره شی.

 دفلسفې کارپوه ښاغلی سلطانی ((منګل)) دهېواد ورځپانې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې دقطر غونډې لغوه کېدل څنګه ارزوئ؟ داسې وویل: کله، چې دامریکا استازى ښاغلى زلمى خلیلزاد دپنځمې دورې لپاره راغلى و، له افغانانوڅخه یې داغوښتنه وکړه، چې تاسې له طالبانوسره دخبروهراړخیزلېست جوړکړئ، چې دافغان حکومت استازى،دسیاسی گوندونواستازی، دمدنی ټولنې غړی اوهمداسې دینی علما، ښځې او روڼ آندی شخصیتونه په کې شتون ولری. د(۲۵۰) کسانودغه لېست اونوملړدښاغلی خلیلزاد دخبروپه تائید جوړشوى واودټولنې دټولو و ګړو داستازو دګډون غوښتنه یې په کې کړې وه، خوله بده مرغه پردغه جوړشوی لېست د واده دمراسمو نوم کېښیودل شو. دالېست افغان حکومت له خپل لوری څخه نه و جوړکړى او  د قطرله خوا ونه منل شو، نوځکه دخبرو غونډه لغوه شوه.

 له همدې امله ویلى شو، چې ګډوډی دقطرد دولت له خوا منځ ته راغله. افغان حکومت په دې برخه کې ملامت نه دى.

ده ددې پوښتنې په ځواب کې، چې اندونیزیا اوازبکستان هم دیادې غونډې دجوړولولپاره چمتووالى ښودلى و. ایاپه دغو هېوادونوکې یاده غونډه ترسره کېداى شی که څنګه؟ څرګنده کړه: غونډه، چې په هرهېواد کې جوړېږی زموږ دخلکو په ګټه ده، ځکه دغونډې وروستۍ موخه دسولې غږپورته کول دی، نودسولې غږ ته هرسوله پال هېواد لبیک وایی. په لومړی ګام کې د سولې مشورتی لویه جرګه، چې په کې به، مخور، کارپوهان، روحانیون، لیکوالان اونوردټولنې مخکښان ګډون ولری، ددغوکسانو نظرونه باید راټول کړاى شی او بیا تحلیل اوارزیابی شی. له نظرغوښتنې اوتحلیل وروسته موږ یوې پریکړې اوفیصلې ته رسېدلى شو او دهغې په رڼاکې بیا کولى شو دقطرغونډې په څېرنوروغونډوته هم خپل استازی ولېږو، نودسولې مشورتی لویه جرګه مهمه ده. لومړى باید دغه جرګه جوړه کړاى شی. وروسته کېداى شی مخالفینوته وویل شی، چې په غونډه کې دمشورتی لویې جرګې دپریکړې له مخې هم استازی ګډون کوی. دلویې جرګې پریکړه دخلکوغوښتنه ده.

دفلسفې کارپوه ښاغلی منګل ددې پوښتنې په ځواب کې، چې دامریکا استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد دقطردغونډې پرلغوه کېدوخپل خپګان اوتاسف ښودلى دى. دغه دریځ څنګه ارزوئ؟  ډاګیزه کړه: کېداى شی دقطراوپاکستان له خوا دخبرو غونډه لغوه شوې وی. په دې کارکې څولاسونه ګډ دی. افغان حکومت په دې برخه کې هېڅ ګرم نه دى. کله، چې په غونډه کې دیادوشویو هېوادونو غوښتنې په پام کې ونه نیول شی په یوه  نه  یوه پلمه غونډه لغوه کوی اوبیا پړه پرافغان حکومت وراچوی. نودامریکا استازى ښاغلى خلیلزاد کولى شی بیا خپلې هلې ځلی دسولې له مشورتی لویې جرګې څخه وروسته غښتلې کړی. امریکا کولى شی، چې دخبروغونډه بیا جوړه کړی، چې په پاى کې په افغانستان کې سوله اوثبات واکمن شی اودجګړې ټغردتل لپاره ټول کړاى شی. امریکاکولى شی پرقطراوپاکستان فشارراولی اودې ته یې مجبور کړی، چې دسولې له بهیرسره یوځاى شی. له بده مرغه، چې دزرګری جګړو مخنیوى ستونزمن کاردى. بهرنی دولتونه د سولې په خبروکې خپلې ګټې لټوی، ترڅو، چې ددوى ګټې تضمین نه شی زرګری جګړې اوخبرې به دوام ولری. دافغانانوغمیزه زانګوته ورته ده، کله یوې او کله بلې خوا ته ټیل وهل کېږی اوپه منځ کې افغانان له منځه ځی.

ښاغلی منګل ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ستاسې وینا اوپیغام سیاسیونواو دراتلونکې غونډې جوړوونکوته څه دى؟ وویل: زماعرض افغان سیاسیونو، ، مخورو، کارپوهانو، دحکومت استازو، دمدنی ټولنو اودبشری  حقونوغړوته، چې په راتلونکوغونډوکې به ګډون وکړی دادى، چې په راروانو غونډوکې دې له سیاسی ګټې اخیستو ډډه وکړی. ټول باید دسولې اوثبات دمنځ ته راتلو اراده ولری اوپه دې لاره کې خپلې هلې ځلې ونه سپموی. جمهور رییس محمداشرف غنی دسولې دراوستو وړاندیز کړى اودا یې ویلی ، چې زه  سوله واکمنوم. د اوولسوکلونو په اوږدوکې دسولې اوثبات د راوستو لپاره ډېر ښه ښه فرصتونه له موږسره وو، خوله بده مرغه، چې سوله په هېواد کې بسیااوتامین نه شوه. سیاسیون هڅه کوی، چې دسولې اوثبات راوستل په خپله ګټه ختم کړی، په داسې حال کې، چې دا د افغانستان دولسمشرهلې ځلې اونوښت دى.                    محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید