روزنامه هیواد

له سیاسی او جهادی مشرانو سره د ولسمشر غنی په غونډه کې پر سوله او د ارزښتونو پر دفاع ټینګار

له سیاسی او جهادی مشرانو سره د ولسمشر اشرف غنی په مشورتی غونډه کې د جګړې پر ختمولو او په اساسی قانون کې د تسجیل شویو ارزښتونو پر دفاع ټینګار شوی دی.ددغې غونډه په اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلی ،چې (( د افغانستان د خلکو، ارضی تمامیت ، نوامیسو ، ملی بنسټونو ، گډو ارزښتونو ، د ښځو حقونو او نورو هغو حقونو او آزادیو دفاع چې په اساسی قانون کې تسجیل شوی ، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت مکلفیت دی او د هر ډول تعرض پر وړاندې به د دې ارزښتونو دفاع کوی)) په دې غونډه کې سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا ټینګار شوی او په دې برخه کې د ملی روغې جوړې د عالی شورا او د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مرکچی پلاوی د هڅو ستاینه شوې ده.په اعلامیه کې راغلی ، چې په دې غونډه کې د ترهګریزو بریدونو او تیریو پر وړاندې د افغان واکونو او ولسی پاڅونوانو د مبارزې ستاینه شوې ده.اعلامیه زیاتوی:د تروریستی بریدونو او جاوزونو په مقابل کې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو مېړانه او زړورتیا او د ولس ملی بسیچ د ستایلو دی . د افغانستان سیاسی او جهادی مشران د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د مشروع دفاع او د دوی په ملاتړ د افغان ولس د بسیج نه یوازې درناوی کوی ، بلکې په ټول قوت به افغانانو د دفاع لپاره به د خلکو د لا ډېر بسیج لپاره هلې ځلې وکړی.تر دې وړاندې پر افغان حکومت نیوکه دا وه چې د ملی اجماع په برخه کې یې هڅې پڅې دی او په ګډه د یوه واحد دریځ په نیولو کې پاتې راغلی دی، خو اوس داسې ښکاری چې افغان حکومت د جمهوریت لوری د دریځ د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړې او اوسمهال د ملی روغې جوړې د عالی شورا او ارګ ماڼۍ دریځ یو دی.په دې غونډه کې د ملی روغې جوړې د عالی شورا پر مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سربېره جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف، د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال تادین خان او د حکومت له اډانې بهر ګڼو نورو مخورو ګډون درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید