روزنامه هیواد

له سلو زیات تقنینی سندونه د ولسی جرګې تصویب ته په تمه دی

له سلو زیات تقنینی سندونه د ولسی جرګې تصویب ته په تمه دی، خو دغه جرګه اوس هم په کورنیو ستونزو کې ښکېله ده.نږدې یوه میاشت کېږی چې د ولسی جرګې په ریاست جنجالونه روان دی، خو دغه جرګه لاهم په نامعلوم وضعیت کې ده.د دغې جرګې یوه غړی عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له سلو زیات تقنینی سندونه د ولسی جرګې تصویب ته په تمه دی، خو مخې ته راغلی بن بست کارونه ځنډولی دی.​نوموړى زیاتوی چې کاندید وزیرانو ته د باور رأیې د ورکولو بهیر او د حکومت په کړنو څار هم درول شوى دى.په ورته وخت کې د سیاسی چارو کارپوهان له هغې جملې لطیف نظری وایی، که په ولسی جرګه کې رامنځته شوى بن بست مات نه شی، د مقننه قوې رول به د خلکو او نظام په وړاندې کمزورى شی.ده زیاته کړه: (( د ولسی جرګې د غړو ترمنځ ستونزې منفی پیغامونه لری، لومړى د مقننه قوې رول کمېږی، د دغې قوې ځاى د خلکو او نظام په وړاندې کمزورى کېږی او بېکاره مقننه قوه به وی، هېڅ کله به هم اجرائیه قوه د دوى غوښتنو ته غوږ کې نږدی او دوهم بحث دا چې دغه مسئله په هېواد کې ټولنیزې ستونزې پیاوړې کوی.))

د افغانستان د ولسی جرګې د ریاست په سر د میر رحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی ترمنځ سیالی ده.د ولسی جرګې د ریاست په انتخاباتو کې میر رحمان رحمانی ۱۲۳ او کمال ناصر اصولی ۵۵ رایې ترلاسه کړې.خو جنجالونه هغه وخت راپورته شول چې اصولی او  پلویانو یې ویل چې رحمانی پنځوس جمع یو رایې نه دی ترلاسه کړې.د ولسی جرګې موقت رییس په همداسې جنجالی حالت کې ښاغلی رحمانی ګټونکى اعلام کړ.د انتخاباتو په ورځ وویل شول چې ۲۴۷ استازی حاضر دی چې ګټونکی یې باید ۱۲۴ رأیې ترلاسه کړی، خو نورو یې ویل چې په صندوقونو کې ۲۴۴ رأیې اچول شوی دی.د راى پاڼو د شمېرلو په وخت کې په یوه پاڼه کې چې نقطه په کې درج شوې وه، باطله وګڼل شوه، د رحمانی پلویانو دغه رأیه معتبره وګڼله، خو مخالفان یې باطله بولی.

له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د ولسی جرګې غړی په دې نه دی توانېدلی چې دغه بن بست مات کړی او د رییس په ګډون د اداری پلاوی برخلیک وټاکی.په ولسی جرګه کې د رحمانی پلویان له هغې جملې په دغه جرګه کې د پروان د خلکو استازې جمیله ظاهر سالنګی وایی چې ښاغلى رحمانی ګټونکى دى او ډېر ژر به د ولسی جرګې د رییس په توګه کار پیل کړی.خو بل لوری ته د کمال ناصر اصولی پلویان ټینګار کوی چې شوی انتخابات ملغا دی.په ورته وخت کې په ولسی جرګه کې یو شمېر بې طرفه کسان وایی چې روان وضعیت دوى ولس ته خجالت کړی.په دغه جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال صافى وایی: (( اوس مهال خلک یرغمل شوی، دوى زیاتې تمې درلودې، خو نا امیده دی، موږ د خلکو د استازو په توګه شرمېږو چې په پارلمان کې کورنۍ ستونزې نه شو حل کولاى، نو څه ډول به د خلکو او ولس ستونزې حل کړو؟))بله خوا په ولسی جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق مجروح وایی، د دې وېره شته چې دغه برخورد به په ولسی جرګه کې په فزیکی برخورد بدل شی، د نوموړی په وینا، بیا به دغه ستونزې د ۱۷مې دورې تر اخره دوام پیدا کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید