روزنامه هیواد

له ساساکی شرکت سره د ۷ بندرونو او اقتصادی زونونو د ماسټر پلان هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په حضور کې د چهارشنبې په مازدیګر د هېواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادی زونونو لپاره د ماسټر پلان جوړولو تړون له ساساکی شرکت سره لاسلیک شو.په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو او د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح او د مالیې او ښارجوړولو او مځکو وزارتونو سرپرست وزیرانو هم په کې حضور درلود، لومړی د پانګونې د آسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب د دې تړون د ارزښت په اړه وویل: افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی، له همدې امله حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزېټ د پراختیا لپاره د وچو بندرونو پام وړ ظرفیتونو څخه استفاده کوی.ده زیاته کړه: دغه قرارداد نه یوازې په هر وچ بندر کې اقتصادی زون ته انکشاف ورکوی، بلکې د ځای، ادارې، کار او کسب، سوداګرۍ او ګمرک په ګډون په بندری ښارګوټوکې د اړوندو نورو عواملو د پلان جوړونې آسانتیاوې به هم رامنځته کړی. عطاالله نصیب وویل: په یادو اقتصادی زونونو کې د تورخم بندر، غلام خان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او زرنج شامل دی. وروسته د ساساکی شرکت د ډیزاین برخې مسوول ډینیس پایپرز د یاد ماسټر پلان د تطبیق په اړه وویل: ساساکی ویاړی، چې د افغانستان حکومت چې په راس کې یې جمهوررییس دی، د ښارجوړولو او مختلفو نورو پروژو په برخه کې کار کوی.ده زیاته کړه: ساساکی د افغانستان د پنځو ښارونو د ستراتېژیک پلان تطبیق چې مزارشریف، هرات، کندهار، جلال آباد او خوست ښارونه په کې شاملېږی او اوس د هېواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادی زون لپاره د ماسټر پلان په جوړولو کار کوی.د ساساکی شرکت د ډیزاین برخې مسوول هیله وښوده ،چې دغه پروژې په بریالیتوب ترسره شی وې ویل: ګټه به یې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې د دې هېواد خلکو ته ورسېږی.وروسته د هېواد د اوو وچو بندرونو او د اقتصادی زون لپاره د ماسټرپلان جوړولو تړون د مالیې او ښارجوړولو او مځکو وزارتونو د کاندیدانو او ساساکی شرکت له لوری لاسلیک شو.جمهوررییس په دې مراسمو کې وویل: نن زموږ لپاره مهمه ورځ ده ،چې څو کلیدی عناصر سره یو ځای کوی. ده زیاته کړه: د دې ماسټر پلان په تطبیق کولو سره، د عوایدو سیستم د وړاندوینې وړ ګرځی او موږ د آسیا په څلورلارې د بدلېدو هدف ته رسېږو. جمهوررییس وویل: بندرونه د حکومت د عوایدو اصلی منبع ده او پر ګمرکی تاسیساتو او وچو بندرونو پانګونه د پېرېدونکو او خصوصی برخې د رضایت ترلاسه کولو لامل کېږی. جمهوررییس څرګنده کړه: له ګاونډیو سره همغږی او انسجام مهم امر دی او حد اقل د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید ورته معیارونه او هغه وړتیا، چې زموږ ګاونډیان یې لری، ولرو او دا د سوداګرۍ د اسانتیا لامل کېږی.هغه په ټینګار وویل: زموږ اصلی موخه دا ده چې زموږ بندرونه او ګمرکی تاسیسات ۲۴ ساعته فعال وی او تګ راتګ په کې ترسره شی. جمهوررییس څرګنده کړه، ښاری پلانونه یو بل عنصر دی چې باید د ۲۱ پېړۍ له لیدلوری سره برابر شی او زموږ ډیزاینونه باید د ۲۱ پېړۍ د تاریخی ریښو او معیارونو ترکیب وی. د هېواد جمهوررییس وویل: د وچې پر بندرونو هر ډول پانګونه په ښارونو د کلیوالی خلکو د تجمع مخنیوی او همداراز د دندو پیدا کېدو لامل کېږی.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: موږ مځکې ته د عایداتی منبع نه، بلکې د تولیدی پانګې په سترګه ګورو ،چې وکولی شی خلکو او خصوصی برخې ته ورکړل شی او ټول دا چې سره یو ځای کړو داسې اساس تشکیلوی، چې ساساکی زموږ د شپږو ښارونو لپاره جوړ کړی دی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید