روزنامه هیواد

له دې وروسته به هر ډول الوتنې کنټرولېږی

د افغانستان د ملکی هوایی چلند خپلواکه اداره ډاډ ورکوی چې وروسته له دې، دغه اداره کولى شی چې د افغانستان په فضایی حریم کې هر ډول کورنۍ او بهرنۍ ملکی او نظامی الوتنې او د نورو هېوادونو ترانزیټی الوتنې په دقیقه توګه وڅاری او کنټرول یې کړی.

د دغې ادارې رییس محمود شاه حبیبی پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوى وتوانېدل چې د دوو کلونو هڅو په نتیجه کې د هېواد د فضایی حریم د بشپړ کنټرول لپاره، مسلکی کادرونه وروزی، نوی فضایی سیسټمونه عیار، معیاری رادار نصب او نوی تخنیکی تجهیزات سمبال کړی.

ښاغلی حبیبی وویل، اوس د افغانستان د هوایی چلند بشری، مسلکی او تخنیکی ځواک کولى شی چې د هر ډول ملکی، پوځی، تجارتی او ترانزیټی الوتکو پرواز، د هېواد په فضایی حریم کې وڅاری، خبرې ورسره وکړی، ارتفاع یې معلومه او هدف یې کنټرول کړی: (( موږ د کنټرول د ساحوی مرکز نه، نه یوازې ملکی پروازونه بلکې ټول نظامی پروازونه که د دفاع د وزارت او که د ناټو وی، ټول کنټرولوو، موږ وتوانېدو چې د افغانستان فضا په منظمه توګه ډیزان او په یو منظم سیستم کې یې یوځاى کړو او د رادار په سکرین یې راولو.)) دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ مېلادی کال راهیسې د افغانستان د ټول فضایی حریم او د هېواد د ملکی الوتنو او هوایی ډګرونو کنټرول د امریکا او د ناټو ځواکونو له خوا څارل او کنټرولېدل. د افغانستان د ملکی هوایی چلند د مسوولینو د معلوماتو له مخې پخوا تردې د افغانستان الوتنې د کابل او کندهار د رادار له خوا یوازی تر ۶۰ کېلومترو پورې کنټرولیدلې خو اوس د افغانستان د فضا د کنټرول ساحوی مرکز کولى شی، حتا هغه الوتکې چې له اروپا د افغانستان پر فضایې حریم تېرېږی هم کنټرول او خبرې ورسره وکړی. د افغانستان د ملکی هوایی چلند د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، له نړیوالو فضایی شبکو سره هوکړې ته رسېدلی یو چې د هر بهرنی ترانزیتی پرواز په بدل کې، افغانستان ته ۷۰۰ ډالر ورکړی حال داچې پخوا دغه ترانزیتی حق ۲۰۰ ډالره و.د پوځی او هوایی چارو ځینې پوهان دا نه منی چې د افغانستان د فضایی حریم د کنټرول مرکز دې وکړای شی هر ډول پروازونه وڅاری او کنټرول کړی. د افغانستان د ملکی هوایی چلند خپلواکه اداره وایی، د دوو کلونو هڅو په نتیجه کې وتوانېدل چې د فضایی حریم د کنټرول ساحوی مرکز جوړ کړی، خو د راتلونکو پلانونو په پلی کېدو به نورې لاسته راوړنې هم ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید