روزنامه هیواد

له دوو میاشتو ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پېل کېدل

سمېع الله سمېع

شپږمه  برخه

ولسمشر محمداشرف غنی
د اىران ځانګړى استازى خپل حضور ته ومانه:  ولسمشر محمداشرف غنی دلىندۍ په ۱۶ مه د افغانستان په چاروکې داىران داسلامی جمهوریت ځانګړى استازى محمدابراهىم طاهرىان خپل حضور ته ومانه، دواړو لورىو د دوه اړخىزو اړىکو او داففانستان دسولې پروسې په اړه بحث اوخبرې وکړې. دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، ولسمشر غنی دښه راغلاست ترڅنګ ووىل: په افغانستان کې سوله او  ثبات په سىمه کې دسولې اوثبات په معنى دى او دافغانستان اسلامی جمهوریت هڅه کوی، چې په هېواد کې داىمی سوله اوثبات تامىن شی. محمد ابراهىم طاهرىان تهران ته دطالبانو دپلاوی دسفر په اړه ولسمشرغنی ته معلومات ورکړل او وىې وىل: داىران اسلامی جمهوریت خپل اصولی دریځ ته چې دافغانستان اساسى قانون ته درناوى دى، پابند دى.

ده زىاته کړه: هېواد یې دسولې دهغې پروسې ملاتړ کوی ،چې حکومت محوره وی او دافغانستان دحکومت په مالکىت او رهبرۍ پرمخ ىووړل شی.

کابل ته دخلىلزاد سفر:

مخکې له دې چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته دخپل سفر په شپه له ولسمشر محمداشرف غنی سره په خپلو خبروکې له طالبانو سره بىا دسولې دخبرو دپىل کولو اعلام وکړی، دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی خلىلزاد دبندو دروازو ترشا له طالب پلاوی سره دسولې دخبرو دبىا پىل کولو لپاره پټې خبرې روانې کړې وې ، دغه خبرې دافغان – امریکایی پوهنتون د دوو زندانی استادانو په بدل کې چې دافغان ولسمشر  محمداشرف غنی له خوا، درې طالب زندانىان دبګرام له زندان څخه خوشې شول، پىل شوې وې، کله چې ټرمپ دلىندۍ په ۷ مه په ناڅاپی سفر افغانستان ته راغى او  دبګرام په هوایی ډګر کې یې  له ولسمشر محمداشرف غنی او له خپلو سرتىرو سره خبرې وکړې. ولسمشر ټرمپ په خپله وىنا کې له طالبانو سره دسولې دخبرو دپیل کولو اعلام وکړ، چې دټرمپ ددغه اعلام له مخې  له ټولو افغانانو سره دسولې هیلی بىا را پىدا شوې. دهمدغو هیلوله مخې خلىلزاد دلىندۍ په ۱۳مه له دوحې څخه کابل ته راغى.په دغه سفرکې یې له افغان ولسمشر غنی سره دچهارشنبې دورځی پر ماښام  دطالبانو او امرىکا ترمنځ دسولې دخبرو دبىا پىل کولو په اړه خبرې وکړې. په دغو خبروکې  ولسمشر غنی خلىلزاد ته ووىل، چې ښاغلى ټرمپ دمذاکراتو دبىا پىل لپاره اوربند شرط ګڼلى ، دطالبانو پټنځایونه به له منځه وړی او  دافغان حکومت ۷ ماده ىىزه طرحه ىې تایید کړې  ده.

همدارنګه اجراییه ریىس ډاکترعبدالله عبدالله له خلىلزاد ، سره په خبروکې دتاوترىخوالی دکمولو غوښتنه وکړه. خلىلزاد په کابل کې له  پخوانی ولسمشرحامدکرزی اوىو شمېر نورو سىاستوالو سره هم دافغان سولې په اړه خبرې وکړې. په دغه وخت کې په خپله طالبانو هم دسولې دخبرو دبىا پىل کولو لپاره خپل چمتووالى وښوده  او وى وىل، چې دسولې خبرې به له  هغه ځایه پىل کړی، چې کوم ځاى  درېدلې وې. خلىلزاد په کابل کې له سلامشورو وروسته دلىندۍ په ۱۵  مه دسولې دخبرو لپاره قطر ته روان شو.

دقطر په دوحې کې دطالبانو اوامرىکا ترمنځ دسولې دخبرو دپىل لومړۍ ورځ:

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی خلىلزاد دلىندۍ په ۱۶ مه له ىو مىاشتنې ځنډ وروسته د دوحې په وخت د ورځې په لسو بجو له طالب پلاوې  سره دملا عبدالغنی برادر  په مشرۍ دسولې دهوکړه لىک درېدلې خبرې بىا پىل کړې. په دغو خبروکې انس حقانی او دملا محمدعمر مجاهد مشر زوى ملامحمدىعقوب هم دطالب پلاوی په غړو کې شامل وو.

دخبرو په لومړۍ ورځ طالبانو اعلام وکړ، چې دغه مذاکرات له امریکایی پلاوى سره پىل شوی دی  دطالب پلاوی وىاند سهىل شاهىن دلومړۍ ورځې دخبرو په اړه ووىل، چې طالب پلاوی دملاعبدالغنی برادر په مشرۍ له امریکایی پلاوی سره خبرې پىل کړې دی، نوموړی زىاته کړه ،چې دغه خبرې له هغه ځایه پیل شوی چې لغوه شوې وې. دهغه په وینا دواړو لوریو دهوکړه لىک دلاسلىک په اړه چې مسوده یې مخکې بشپړه شوې وه، خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید