روزنامه هیواد

له خپلو بډایوطبیعی زېرمو د گټې اخیستو په برخه کې باید له ناغېړیو سره مخه ښه وکړو

دنړۍ دجیولوجیستانو او اقتصاد پوهانوله قوله له ډېره ښه مرغه افغانستان دکانی زېرمواوکرنیزو مځکو له پلوه دنړۍ دبډایو هېوادونو له ډلې څخه ګڼل کېږی اوهم دستربشری ځواک په توګه پرخپلو مټو باوری ځوانان لری که چېرې دافغانستان حکومت اوخلک په خپلو کې دپوره همغږۍ اومرستې دلوړې روحیې له مخې دکانی زېرمو ، سیندونو، کرنیزو مځکو او ځنګلونو په ګډون  له خداى راکړو بډایو او پریمانو طبیعی زېرمو داعظمی ګټې اخیستو لپاره او ورسره جوخت په هېواد کې ددنګو دنګو ماڼیو ، آسمان څکو برجونو ، رستورانونو، هوټلونو او لوړ پوړو ودانیو په ګډون دغیر ضروری اواستهلاکی پروژو پرځاى دصنعتی فابریکو اوتولیدی کارخانو په څېر داوږدمهالو بنسټیزو اواقتصادی پروژو جوړولو ته په کلکه خپله ملاوتړی او په دې برخه کې په پوره جدیت اوصداقت له خپل ټول ځواک څخه کارواخلی او له دې وروسته په هېواد کې ددغه ډول اوږدمهالو او بنسټیزو پروژو په برخه کې له ناغیړیو سره مخه ښه وکړی، کورنی اوبهرنی پانګه وال او سوداګر په هېواد کې پردغه ډول اوږدمهالو ، بنسټیزو اواقتصادی پروژو پانګې اچونې ته پوره وهڅوی اوپه دې برخه کې زیاتې آسانتیاوې ورته برابرې کړی، نو پرمټ به یې نه یوازې دافغانستان دکلونو کلونو دغه جنګ ځپلى اوکنډواله شوى هېواد ډېر ژر داقتصادی پرمختګ لوړو څوکو ته ورسېږى او یوه ښه راتلونکې او روښانه سباوون به دافغانانو په برخه کړی، بلکې په هېواد کې به دفقر، بېکارۍ، بې کورۍ ، کډوالیو ، بېځایه کېدو اوآن دناامنیو په ګډون دخلکو کړوونکو او ربړوونکو بدمرغیو او ستونزو ته هم دپاى ټکى کېږدی او دخیراتونو دراټولولو لپاره به یې دنړۍ نورو هېوادونو ته دګدایۍ دکچکول دغځولو له  احتیاجه وژغوری. داچې دافغانستان اقتصاد ولې دومره زیات کمزورى دى او دغه هېواد نن سبا ولې دنړۍ له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو څخه گڼل کېږی او خلک یې دفقر، بېکارۍ، کډوالۍ ، بېځایه کېدو او ناامنیو په څېرزیاتې ستونزې ګالی او تل دانسانی قاچاقچیانو او دسیمې اونړۍ دمغرضو استخباراتی شبکو دشومو موخو ښکارکېږی او دهغوى دروزل شویو وحشی صفتو ترورېستی ډلو په لومو کې نښلی او یاخپل ځان او خپلې کورنۍ ته دنفقې دترلاسه کولو له پاره دترهګرو له لیکو سره یوځاى کېږى، یادغلاګانو ، داړو اچونو ،انسان تښتونو ، دنېشه یې توکو د قاچاق او داسې نورو ناروا عملونو ترسره کولو ته مخه کوی. ترټولو ستر لاملونه او علتونه یې له یوې خوا دافغانستان دوخت هغه زیاتره جاه طلب، قدرت طلب، قوم پال او استفاده جو شاهان ، امیران ، جمهور رییسان ،صدراعظمان او نور چارواکی او دغه راز دقدرت دګدۍ لیونیان دى چې خپل هېواد اوخلکو ته درښتینو خدمتونو دسرته رسولو پرځاى تل دخپل قدرت د ګدۍ دپایښت ،ددولتی اوشخصی ملکیتونو دغصبولو او دخپلو داسې نورو شخصی گټو دترلاسه کولو په فکرونو او سوچونو کې ډوب وو اوله بلې خوا دخپل هېواد دوږو ، تږو، بربنډو ، پښی لوڅو او محتاجو خلکو دژوندانه دښه والی  لپاره دهېواد له بډایو طبیعى زېرمو څخه دګټې اخیستنې په برخه کې دهغوى زیاته ناغېړی وه او له دې لارې یې خپل هېواد اوخلکو ته دخدمت کولو پرځاى داسې ناوړه هڅې کولى چې دقوم ، ژبې ، سمت او مذهب په نامه ساده زړی ، ښه زړی او پاک زړی خلک ولوبوی ، له نورو قومونو ، پرګنو او سیاسیونو سره یې په نفاقونو او اختلافونو کې ښکېل کړى اوپرمټ یې دقدرت دګدۍ دپایښت په څېر د خپلو ناوړو او شومو موخو دترلاسه کولو لپاره د (( تفرقه واچوه اوحکومت وکړه)) ناوړه متل ته دعمل جامه ور واغوندی. وړاندیز دادى چې دهېواد بېکاره ، بېوزلی ، بېځایه شوی، کډوال شوی اونور سرګردانه، لالهانده ، وږی، تږی ، بربنډ، معلول او معیوب خلک هم باید له دې وروسته دولسی خوځښت دبرخه والو پرپله پل کېږدی . خپل ورغوی دې پرچړو غوڅ کړى او پر وینو دې کاغذونه ولړی او سره کړی او دهېواد د قدرت دګدۍ دلیونیانو، مغرضو سیاسیونو او نورو ناوړه استفاده کوونکو چارواکو په نامه دې پرخپلو وینوپه دغه لړل شوی او سره شوی کاغذکې دغه پیغام ورولېږی: (( دقدرت دګدۍ دپایښت په څېر دخپلو ناوړو شخصی ګټو دترلاسه کولو لپاره نور دقوم پالنې ، ځان پالنې ، قدرت پالنې او نفاق اچونې له ډېرو کرکجنو اوناوړو عملونو څخه لاس واخلئ او پرځاى یې پرخپلو دغه ډول جګړه ځپلو ، وږو، تږو ، بېوزلو ، بېکارو ،کډوالو شویو او بېځایه شویو خلکو دپوره زړه سوی ،انسانی عاطفې او صله رحمۍ له مخې ددویمې نړیوالې جګړې دجګړه ځپلو جرمنیانو او جاپانیانو په څېر بیلونه ، کلنګونه ، جبلونه او یومان او دکارکولو نور سامانونه راواخلئ، خپلې بډایی کانې زېرمې پرې راوسپړئ ، پرسیندونو برېښنا کوټونه او بندونه جوړ کړئ، سپېره ډاګونه اوشاړې دښتې پرې آبادې او خړوبې کړئ،صنعتې فابریکې ، تولیدی کارخانې او داسې نورې اوږدمهالې اقتصادی او بنسټیزې پروژې جوړې کړئ او له دې لارې په هېواد کې داقتصادی پرمختګ پرمټ خپل جګړه څپلی خلک دفقر، بېکارۍ، بې کورۍ ، کډوالۍ اوبېځایه کېدو په څېر دزیاتو بدمرغیوله ګاللو څخه وژغورئ او په دې توګه خپل هېواد اوخلکو ته دسترواو رښتینو خدمتونو دسرته رسولو جوګه شئ چې راتلونکی نسلونه تل پرتاسو وویاړی او پرمزارونو مو ګیډۍ ګیډۍ ګلان وشیندی .

شاولی قرارشینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید