روزنامه هیواد

له حکومت سره یوځاى شوى طالب قوماندان: ایران او روسیې ورسره مرسته کوله

د افغانستان له حکومت سره د طالبانو یوځاى شوى قوماندان ملا عبدالغفار طوفان وایی: ایران، روسیې او چین ورسره مرسته کوله.ملا عبدالغفار طوفان له خپلو ۵۰ ترلاس لاندې وسله والو سره د شنبې په ورځ  په بادغیس ولایت کې له جګړې لاس واخیست او د افغانستان له حکومت سره یوځاى شو.ادعا کېږی چې نوموړى په بادغیس ولایت کې د طالبانو مهم قوماندان و.ده وویل:«ایران، روسیې او چین موږ ته مرستې رالېږلې او همدا علت دى چې افغانستان نه جوړېږی.»ده دا هم وویل:«یو شمېر طالبان ښوونځی ورانوی، جوماتونه او سړکونه ویجاړوی، په لارو کې ماینونه ښخوی او په دې پسې نه ګرځی چې څوک پرې وژل کېږی او که دوى دا کار ونه کړی بیا له بهره ورسره مرسته نه کېږی.

»که څه هم له طالبانو سره په ځانګړی ډول د پاکستان، ایران او روسیې له مرستو انکار نه شی کېداى ،خو دا چې قوماندان طوفان به د طالبانو په منځ کې څومره مهم قوماندان وی، قضاوت ګران دى.د بادغیس ولایتی چارواکی وایی چې ۱۱ کلی د دغه قوماندان تر مستقیمېیا نامستقیمې اغېزې لاندې وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید