روزنامه هیواد

له جرمنی څخه نور افغان مهاجر هم اخراجېږی

په پام کې ده چې د راتلونکی سه شنبې په ورځ ىوه بله ډله رد شوی افغان مهاجر له جرمنی څخه اخراج شی. له جرمنی څخه د افغان مهاجرو د ډله یىز اخراج لړۍ له پیل راهىسې له ۵۰۰ ډېر رد شوی پناه غوښتونکی کابل ته را انتقال شوی دی.د جرمنی خبری آژانس په خپل رپوټ کې لىکلی چې د ىکشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو چارو ادارې ىوه کار کونکی وىلی چې تمه کېږی د چهارشنبې په ورځ (د مې مىاشتې په ۲۲ مه) له جرمنی څخه د رد شوىو پناه غوښتونکو ىوه بله ډله هم کابل ته راورسېږی.

د ۲۰۱۶ م کال په ډسمبر مىاشت کې له جرمنی څخه د رد شوىو پناه غوښتونکو د ډله یىز اخراج لړۍ پىل شوه. تر اوسه د ۲۳ الوتکو په ترڅ کې په ټوله کې ۵۶۵ نارینه افغان پناه غوښتونکی بېرته افغانستان ته رااستول شوی دی.

حاضردمه په جرمنی کې ۲۵۵ زره افغانان ژوند کوی. دغه مطلب د جرمنی فدرالی حکومت لخوا د افغان مهاجرو په هکله په رپوټ کې د روان کال په اپرېل میاشت کې ویل شوی و. په جرمنی کې د تېرکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د منل شویو افغان مهاجرو رقم ۵۵ اعشاریه ۸ سلنه و، خو سږکال دغه رقم ۴۴ اعشاریه ۱ ته راښکته شوی دى. د فدرال جرمنی د رپوټ پر اساس، د ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې، له نیمایی څخه د ډېرو هغو پر دوسیو کار روان دی.

دغه مهاجر د ځواب د ترلاسه کولو تر وخته کله تر اوږدې مودې انتظار کې پاتې کېږی.  په جرمنی کې د میشتو ۲۵۵ زره افغان مهاجرو له ډلې څخه ۶ سلنه یې دایمی اقامې ترلاسه کړې دی. په جرمنی کې د افغان مهاجرو څلورمې برخې ته یې تر یوې ټاکلې مودې په هغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.د فدرالی جرمنی ادارې لخوا د روان کال اپریل میاشت کې خپور شوی رپوټ کې دا هم ویل شوی چې له ۲۵۵ زره افغان مهاجرو څخه ۱۳ سلنه یې باید جرمنی له خاورې ووځی او یا په بد وضعیت کې قرار لری. ډېری افغان مهاجرو ویلی چې د بې برخلیکۍ له وجې ناهیلی او زړونه یې مات شوی دی. دوى وایی میاشتې میاشتې په انتظار وکړ د یوې نامعلومې پایلې لپاره پر دوى ډېر ځورونکی پریوځی. د پناه غوښتنې نتایجو ته د اوږدې مودې انتظار ترڅنګ د مهاجرو بله ستونزه په کمپ کې د تنګ او ګډ ژوند ماحول دی. خو افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج یا له جرمنی څخه یې د وتلو خبره، له مودو راهیسې په جرمنی کې په یوې جنجالی موضوع اوښتې ده. له دغې خبرې سره په اعتراض کې تر اوسه د جرمنی په ډېرو ښارونو کې افغانانو مظاهرې کړې دی. دوی وایی چې افغانستان لا امن ندی او باید اخراج نکړل شی. د دغو ټولو حالاتو سربېره جرمنی حکومت وایی چې د روان کال په شپږو میاشتو کې له جرمنی څخه د مهاجرو اخراج کم شوی دی.د جرمنی د کورنیو چارو وزارت ویلی چې په روان نیمایی کال کې ټولټال ۱۲۵۴۵ تنه رد شوی مهاجر خپلو هېوادونو ته اخراج شوی په داسې حال کې چې د تېر کال همدې موده کې دغه شمېره ۲۵۳۷۵ تنه وه. د مهاجرت په سخت ژوند کې د اخراج، موقتی اقامې، انتظار او نورو ستونزه ترڅنګ یوه ستونزه هم د کار اجازه نلرل دی چې یو شمېر مهاجرو ته د ځینو قانونی دلایلو له مخې نه ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید