روزنامه هیواد

له ترکمنستان سره د دوه اړخیزو همکاریو او ټرانزېټی چارو د پراختیا هوکړه وشوه

د مالىې وزارت سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی پروفىسور محمد هماىون قىومی چې د لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ هرات ولاىت ته تللى،چې پرون ىې د ترکمنستان د ولسمشر لومړی او ىاد هېواد د بهرنىو چارو د وزىر ښاغلی رشىد مرادوف په مشرۍ له راغلی پلاوی سره د هرات ولاىت په مقام کې وکتل.په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د افغانستان د رىل پټلۍ خپلواکې ادارې ریىس، د افغانستان برېښنا شرکت ریىس، د بهرنىو چارو وزارت مرستىال، د هرات والی، د ترکمنستان د انرژۍ وزىر، د ىاد هېواد د نساجۍ وزارت مرستىال، د ترکمن ګاز دولتی کنسرن مرستىال، د ټاپی نل لىکې د کمپاىن ریىس، د دواړو هىوادونو سفىرانو او د ىو شمېر اړوندو وزارتونو ریىسانو او کارکوونکو ګډون کړى و، دواړو لورىو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادی او سوداګرىزو اړىکو په زىاتوالی، د نفتو او ګازو د فوسىلی انرژىو په برخه کې په دوه اړخىزو همکارىو، د انرژۍ پروژو په لېږد لکه، د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد ىا ټاپی پروژه، د کلىفت نل لىکې له لارې په مناسب قىمت د ترکمنستان د ګازو په پىرلو، د اقىنې – شبرغان د ۵۰۰ کىلو ولټه برېښنا مزی د لېږدولو په پروژې او نښلونه له ۲۲۰ کىلو ولټه ولتاژ سره، د ترکمنستان له پولې تر خم اب پورې د ۱۱۰ کىلو ولټه د برېښنا د مزی لېږدولو په تمدىد، ترکمنستان ته د افغانستان د مرمرو ډبرو په صادراتو، د تورغونډۍ – هرات او اقىنې – اندخوى د رىل پټلۍ په جوړېدو، د دواړو هېوادونو تر منځ په ترانزىټی او ترانسپورټی همکارىو، د ګمرکی اطلاعاتو په تبادلې، د لاجوردو له لارې د صادراتی او وارداتی توکو په لېږدولو، د افغانستان له لارې له جنوبی اسىا سره د منځنۍ اسىا نښلول، د رىل پټلۍ سکټور په برخه کې د دواړو هېوادو په ګډو همکارىو، د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټور په دوه اړخىزو همکارىو، له ترکمنستانه د ملی اردو لپاره د البسو په پىرلو او ىو شمېر نورو اړوندو مساىلو باندې بحث او هر اړخىزې خبرې وکړې.په پاى کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تورغونډۍ – هرات د رىل پټلۍ د جوړېدو او د افغانستان د رىل پټلۍ د تاسىساتو رغولو په موخه د پانګونې جلبولو په برخه کې د همکارىو دوه هوکړه لىکونه د مالىې وزارت د سرپرست په شتون کې لاسلىک شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید