روزنامه هیواد

له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د بریټانیا هڅې دوام لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې وروسته د بریتانیې د ملی امنیت سلاکار مارک سیډویل سره وکتل، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیتی مسایلو، د افغان د سولې  پروسې او همدارنګه بین المللی تروریزم سره پر مبارزې بحث او خبرې وکړې. مارک سیډویل دایمی سولې ته د رسېدو په برخه کې د جمهوررییس غنی او بین المللی تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د هڅو قدردانی وکړه. هغه زیاته کړه، هېواد به یې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره  خپلو همکاریو ته دوام ورکړی. جمهوررییس غنی افغانستان سره د بریتانیې د همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لری او په خپلو قهرمانیو او سرښندنو به د دې پدیدې پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړی. جمهوررییس زیاته کړه، د افغانستان حکومت پایداره سولې ته د رسېدوپه برخه کې هم لاسته راوړنې لری او په دې برخه کې  سیمه ییزې اجماع  ته د رسېدو په برخه کې هڅې جریان لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید