روزنامه هیواد

له ترهګرۍ سره د پاکستان ملاتړ او د القاعده ګواښ!

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم د طالبانو جګړې او بریدونو شدت، داسې اندېښنې را ولاړې کړې، چې ښایی القاعده بېرته د لوی خطر په توګه را د بره شی! دا له طالبانو سره په دوحه کې د امریکا د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ ۲۹مې تړون مخالف هغه تریخ حقیقت دی، چې اوس امریکا ورسره مخ ده،خو داسې ښکاری،چې امریکا،ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه تر اوسه د دې ستونزې د اساسی حل په لټه کې نه دی؟! حقیقت دا دی، چې دا ټولې ستونزې د پاکستان د ترهګریزې پالیسۍ له امله زیاتې شوې دی! پاکستان د طالب، القاعده او نورو ترهګریزو ډلو ملاتړ ته لا پسې زور ورکړی او غواړی، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته د دې ډلو پر مټ په افغانستان کې خپل ستراتیژیک هدف یا عمق ته ورسېږی! دا به د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې وروستۍ لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې کړی!

پاکستان په خوله هر څه وایی، چې ګنې د افغانستان سوله یې لومړیتوب دی، خو حقیقت ډېر تریخ دی؛ پاکستان د طالب، ترهګر او القاعده پر مټ له افغانستان سره په جګړه کې دی او په دې ډلو کې یې خپلې ملېشې هم د افغانستان پرضد جګړه کې برخه اخلی! له همدې امله د بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې طالبانو له افغان سرتېرو سره د جګړې ډګر د پخوا په پرتله ډېر پراخ کړی دی،څو ولسوالۍ سقوط شوې، پر سړکونو طالبانو پوستې جوړې کړې او ولایتی مرکزونه ‌یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د پاکستان په سرحدی سیمو کې د افغانستان پرضد وسله والو جنګیالیو ته د چندو د زیاتېدو راپورونه هم یوځل بیا ورکړل شوی دی. د امریکا غږ – ډېوه څانګې د راپور له مخې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځینو لویو ښارونو په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالی مرستې ټولېږی او فرضی کرښې ته څېرمه دوی ته مالی امکانات برابرېږی! سرچینه وایی، وسله وال طالبان لویو دوکانونو ته ورځی، ځانونه د دغې ډلې د غړو په توګه ورپېژنی او وایی چې دوی په افغانستان کې د الله په لاره کې جنګېږی،خو دا څه نوې خبره نه ده، بلکې پاکستان تل دا کار کړی دی.

ملګری ملتونه هم وایی چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د نېشه یی توکو د قاچاق، اختطاف، د کانونو غیر قانونی استخراج او له خلکو په زور په بېلا بېلو نومونو پیسې ترلاسه کوی.

امریکا هم اندېښنه ښکاره کړې چې د طالبانو اوسنۍ جګړه د القاعدې د بیا واکمنېدا لپاره ستر خطر راپورته کوی. د امریکا د دفاع وزیر وېیلی چې امکان شته چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دوو کلونو کې القاعده شبکه بیا منظمه او امریکا ته په ګواښ بدله شی. ښاغلی اوسټن دا خبره د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده، له هغه سره لوی درستیز جنرال مارک میلی هم له ورته پوښتنې سره مخ شو. مارک میلی هم له دې ارزونې سره موافق دی.

د امریکا د نظامی چارواکی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ او بې قید و شرطه وتلو په پایله کې امنیتی اندېښنې تائیدوی. د امریکا پوځ دا هم وېیلی چې په افغانستان کې د عسکرو په نه حضور سره به د ترهګریزو سازمانونو په اړه د استخباراتی معلوماتو په راټولو کې هم مشکلات ولری.

د بهرنیو ځواکونو بې مسوولیته وتلو،د پاکستان،روسیې او نورو مغرضو هېوادونو لپاره د مداخلې ستر فرصت برابر کړی او طالبانو د سولې په ځای په جګړه تکیه کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم وړمه ورځ (جمعه) وېیلی، چې په دوحه کې تر اوسه د افغانستان لپاره د سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

افغانستان پر ملګرو ملتونو، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا حق لری، چې د دې تپل شوې جګړې په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا مخامخ جګړې په مخنیوی کې مرسته وکړی، که امریکا او نړیواله ټولنه د ترهګرۍ مخه ونه نیسی، نو تر پخوا هم ستر خطر پېښولی شی!

امریکا باید خپله تېروتنه سمه کړی او له طالبانو تمه ونه لری، چې ګنې له القاعده او ترهګرۍ به جلا شی، بلکې دا ټولې د پاکستان ډلې دی او پاکستان له افغانستان د دښمنۍ لپاره دا ټولې ډلې کاروی، چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په افغانستان کې خپلې موخې ته ورسېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید