روزنامه هیواد

له بې‌وزلو او فقیرانو سره د حکومت د مرستې لړۍ پیلېږی!

په داسې حال کې چې په هېواد کې د کرونا نړیواله وبا، مخ په پراخېدا ده او ملت په قرنطین کې دی، افغان حکومت به ډېر ژر پر بې وزلو او فقیرو ګړیو مرستې پیل او د خوراکی توکیو او نورو لازمو موادو د وېش لړۍ پیل کړی! ولسمشر محمد اشرف غنی دا تصمیم په داسې حال کې ونیو، چې د قرنطین په ترڅ کې اړمنو کسانو نه شوای کولی چې په کور کې پاتې شی، ځکه د هغوی ورځنۍ بوختیا د نفقې لپاره اړینه ده، له دې پرته هېڅ بله چاره نشته، خو که بېوزلان کار کوی یا د کار لپاره بیرون وزی، نو له ستر ګواښ سره مخ کېږی، چې هغه د کرونا پر ویروس د اخته کېدا وېره ده او دغه راز د قرنطین له امله کارونه پر ټپه ولاړ دی! په دغه راز وضعیت کې ستونزمنه ده، چې اړ کسان دې بیګاه ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړای شی! د ولسمشر محمد اشرف غنی دې کور ودان وی، چې په دغه راز حالت کې یې د وضعیت د کنټرولو لپاره له اړمنو کسانو سره د مرستو د لړۍ د پیل لپاره تصمیم ونیو ! ولسمشر غنی د سې شنبې په ورځ « د غویی په   ۲مه » له کرونا سره د‌مبارزې او له بې‌وزلو سره د مرستو لپاره د دولت د پروژو په اړه ملت ته په خپل پیغام کې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به له بې‌وزلو او فقیرانو سره د بېلابېلو لارو د خوراکی توکو د مرستې لړۍ پیل شی. ښاغلی غنی وایی: (( تمه ده ډېر ژر د هېواد بې‌وزلو ته د ښارونو له نانوایانو، په ولسوالیو کې د جوماتونو، د کلیو د پراختیایی شوراګانو او نورو بنسټونو له لارې د ډوډۍ، خوراکی توکیو او د ژوند د نورو لومړنیو او اساسی توکیو د وېش زمینه برابره کړو.)) ولسمشر همدا ډول ډېر ژر د کار موندنې په برخه کې د یو شمېر پروژو د پیل خبر ورکړ، خو له خلکو یې هم وغوښتل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له خپل حکومت سره مرسته وکړی او په خپل کور کې پاتې شی! ولسمشر غنی ډاډ ورکوی،چې د دغه په مشرۍ به حکومت هڅه کوی چې په افغانستان کې د دغه ویروس له کبله د اوښتونکو زیانونو کچه کمه او د فلاکت مخه ونیسی: (( زموږ هڅه دا ده چې په واقعی او بنسټیز تدبیر دغه حالت وساتوو او درېـیمې مرحلې یعنې فلاکت ته له تلو مخنیوی وکړو، ستاسې د هر یو فرد مرستې ته اړتیا لرو.)) ولسمشر محمد اشرف غنی همدا ډول له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیایی سکټور د هلو ځلو او د خلکو د چوپړ له کبله هرکلی وکړ او همدا ډول‌یې له سوداګرو د نرخونو د کنټرول په برخه کې هم مننه وکړه. ولسمشر داسې مهال له کرونا ویروس سره د جدی مبارزې او بې‌وزلو ته د مرستو رسولو د بهیر له پیل خبر ورکوی چې کرونا په نړۍ کې انسانی ناورین رامنځته کړی او نړیوالو کاروپوهانو خو د افغانستان په اړه سختې اندېښنې ښکاره کړې دی، دغه کارپوهان وړاندوېینه کوی، چې ګنې کرونا له ترهګرۍ د افغانو لپاره ډېره خطرناکه تمامېدای شی! په همداسې حالت کې ملت ته د ولسمشر غنی سپارښتنه باید کلکه په پام کې ونیول شی، ملت باید د روغتیاپالو ټول خبرداری او وړاندیزونه پر خپل ځان او خپلې کورنۍ پلی کړی! دا چې حکومت له بې وزلو او فقیرو خلکو سره د مرستو لړۍ پیلوی، نو بیا اړتیا نشته، چې څوک قرنطین مات او له کوره ووزی! ځکه کورنا په افغانستان کې په مشکله کنټرولېږی او کله چې دغه ویروس د امریکا او اروپا په څېر ستر بډای ملکونه له انسانی ناورینونو سره مخ کړی، نو افغانستان خو په اسانۍ سره ځپلی شی چې بیا به پر پښو درېدل ورته مشل وی! همدې ته په پام سره ملت باید د خپل ځان او خپلې کورنۍ د روغ ساتلو او له مرګه د ژغورلو لپاره پر کور پاتې شی! په دې اړه نه یوازې ولسمشر او روغتیاپالان، بلکې دینی عالمان هم سپارښتنه کوی، چې ملت باید پر کور پاتې شی، دینی عالمانو خو نن فتوا ورکړه، چې ملت باید پنځه وخته لمونځونه هم د جماعت په ځای په خپلو کورونو کې وکړی او د تراویح په ګډون دې د اختر لومونځونه هم په کور کې وشی! په پای کې د حکومت له خوا د دغو مرستو د پیل هرکلی کوو، خو وړاندیز دادی، چې دا مرستې باید په سمه توګه په اصلی اړمنو کسانو ووېشل شی، نه دا چې لکه په تېرو څو ورځو کې د غنمو د مرستو وېش، چې هېڅ شفافیت په کې نشته او خلکو ته څلور څلور کیلو غنم ورسېدل! هیله ده دا ځل حکومت او خپله اړوند ارګانونه دغه راز حالت کنټرول کړی او دا مرستې په سمه توګه ووېشل شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید