روزنامه هیواد

له بزګرو سره دمرستې صندوق دهېواد د کرنې ودې ته لاره هواره کړې ده

د اچې له یوې خوا د افغانستان دڅلور دیرشو وګړو پنځه اتیا سلنه خلک په خپل هېواد کې دکرنې، بڼوالۍ اومالدارۍ د چارو پر سرته رسولو بوخت دی اوله دې لارې داړتیاوو لومړنی خوراکی توکی ترلاسه کوی او له بلې خوا پرمټ د افغانستان خلک خپل هېواد ته له بهره دورته خوراکی توکو، غلو دانو، تازه میوو او سبو په ګډون د بهرنیو کرنیزو محصولاتو اونورو پیدا وارو د راواردولو د زیاتواحتیاجونو له ګاللو څخه ژغوری او دهېواد اقتصادی پرمختګ  او زیاتې ودې ته لاره هواروی چې له دغې یادې چارې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت په تېره بیا دهېواد دکرنې اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت یې دې ته اړ کړی او هڅولی دی چې ددغه یاد وزارت په اډانه او چوکاټ کې دهېواد له بزګرو ، کروندګرو ، بڼوالو اومالدارانو سره دمرستو دجوړ شوی صندوق له لارې په افغانستان کې دکرنې، بڼوالۍ اومالدارۍ دچارو دپوره ودې او پرمختګ لپاره له خپلو بزګرو ، کروندګرو ، بڼوالو او مالدارانو سره پوره مرستو ته ودانګی.

 درسنیو له لارې خپاره شوی رپوټونه وایی چې د افغانستان دکرنې اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکتر انوارالحق احدی دهېواد د اقتصادی پرمختګ په برخه کې دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ دچارو د پوره رول اونقش لوبولو ته دکتو له مخې په یوې جوړې شوې غونډه کې دا جوته کړه د افغانستان دجمهور رییس محمداشرف غ نی دواکمنۍ په تېرو نږدې اتو کلونو کې یې له بزګرانو سره دمرستې دیاد صندوق اوهمدارنګه ترڅنګ یې دنورو مرستندویو بنسټونو اونورو ادارو له لارې نه یوازې هېواد داړمنو بزګرو، کروندګرو،بڼوالو او مالدارانو سره دکتنې وړ زیاتی مرستې کړی ده ، بلکې دیاد صندوق او دداسې نورو مرستندویو بنسټونو او ادارو پرمټ دغواګانو، جرګانو او کبانودفارمونو جوړولو او په دغو یادو برخوکې یې دیادو فارمونو دخاوند انو اونورو کارکوونکو روزلو او پوهاوی ته هم لاره هواره کړې ده چې له ډېره ښه مرغه مثبتې پایلې رانغاړلی دی او له دې لارې یې هېواد پرځان بسیا کړی دی اوپه پایله کې یې افغانستانته د ورته بهرنیو محصولاتو د واردولو او راواردلو مخه یې ډب کړې ده او دهېواد داقتصادیودې او پرمختګ په برخه کې رغنده اوټاکوونکی رول لوبولی دی او دهېوادوالو دیوې ښې راتلونکی او روښانه سباوون دراتلو هیلی یې راټوکولی دی.

رسنیو دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر ډاکتر انوارالحق احدی له قوله وایی چې یاد وزارت په هېواد کې دکرنې اوبولګولو او مالدارۍد چارو د پرمخ بیولو لپاره په تېرو پنځلسو کلونو کې دهېواد له بزګرانو ، کروندګرو ، مالدارانو د چرګانو اوکبانو دفارمونو له خاوندانو سره له دیارلسو میلیاردو افغانیو څخه زیاته مرسته کړې ده او افغانستان یې دبهرنیو دچرګانو اوهګیو او کبانو د راوردلو له احتیاجه ژغورلی دی.د یاد وزارت دیوې باورې سرچینې له قوله دهېواد په مرکز او دغه راز دهېوا په نورو ولایتونو کې دچرګانو ، کبانو او غواګانو د روزلو په زرګونو فارمونه جوړ شوی او فعال شوی دی اول له دې پلوه هېواد پرخپلو پښو درېدلی دی.

دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانو په اند که چېرې لوی خدای (ج) کول د افغانستان دخلکو دوینو دتویولو ، دعامه تاسیساتو د ړنګولو او دداسې نورو ناروا او نامشروعو عملونو د ترسره کولو لپاره پاکستان په څېر د پردیو په ګټه او لمسون پر افغانستان باندې د دری څلویښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو اوغمیزو ته دپای ټکی کېښودل شی نو نه یوازې به کورنی سوداګر او پانګه وال بلکې آن دسیمې او دنړۍ هېوادونو پانګه وال او سوداګر به هم د افغانستان د ډېرې ښې هوا، اوبو او د ډېرې مساعدې مځکی څخه به زیاتې ګټې اخیستنې سره په دغه هېواد کې دغواګانو، چرګانو او کبانو د روزلو پرفارمونو اوهمدارنګه ترڅنګ به یې پربڼوالو، کرنیزو مځکو ،طبیعی زېرمو او پرداسې نورو اقتصادی چارو باندې هم زیاتې پانګونې ته ودانګی اوله دې لارې به زیاته ګټه له یوې خوا به دافغانستان دهېواد اوله بلې خوا به دیادو بهرنیو سوداګرو او پانګه والو هېوادونو په برخه کړی اوپه پایله کې به یې نه یوازې خپل هېوادونه ، بلکې د افغانستان هېواد داقتصادی پرمختګ لوړ څوکوته ورسوی اوله زیاتې اقتصادی هوساینې اوبسیاینې څخه به یې برخمن کړی او ډېر ژر به یې په دو برخو کې دسیمې اونړۍ نورو هېوادونو ته دزیاتو احتیاجونو له ګاللو څخه وژغوری او داقتصاد له پلوهبه یې پرخپلو پښو ودروی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید