روزنامه هیواد

له ایران سره د وسلو کاروبار په اړه بنسټونو ته د امریکا خبرداری

امریکا ګواښ کړی چې په هر هغه کس یا بنسټ به بندیز ولګوی، چې له ایران سره د وسلو کاروبار کوی.امریکا دا ګواښ څو ساعته وروسته له هغه وکړ، چې تهران ادعا وکړه ،چې د ملګرو ملتونو له خوا ورباندې لګېدلی د وسلو بندیز پای ته ورسېد.له ایران سره د نړۍ د اټومی قدرتونو د ۲۰۱۵ م کال د تړون په اساس د ۲۰۲۰ م کال د اکتوبر اتلسمه په ایران د وسلو د بندیزونو د پای ته رسولو نېټه ټاکل شوې وه په دې شرط چې ایران په خپلو ژمنو ولاړ وی.

امریکا په ۲۰۱۸ م کال کې له ایران سره له اټومی تړون ووتله او سخت بندیزونه یې پرې ولګول.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په اعلامیه کې ویلی، چې امریکا چمتو ده د خپلو ادارو پر مټ په هر هغه کس یا بنسټ چې په ایران باندې د متعارفه وسلو په پلور، پېر، انتقال او اکمال کې ښکېل وی بندیز ولګوی.ملګرو ملتونو سازمان په ایران د ټانکونو، جنګی الوتکو او درنو توغندیو په څېر د متعارفو وسلو بندیز لګولی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید