روزنامه هیواد

له ایرانۍ بېړۍ سره د مرستې په اړه خبرداری

امریکا د مدیترانې ټولو بندرونو او یونان ته خبردارى ورکړی، چې له ایرانی تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته ونه کړی.روېټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مقام په حواله ویلی، چې له ایرانی تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته به له سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره چې امریکا یې د بهرنی تروریستی سازمان په توګه پېژنی، همکاری وګڼل شی. دا کار به هرو مرو مهاجرتی او قضایی پایلې ولری.د ایران تېل وړونکې بېړۍ ګرېس یو، چې اوس یې نوم په ادریان دریا بدل شوی، یوه نیمه میاشت په جبل الطارق کې سوریې ته د تېلو د انتقال په تور ایساره شوې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید