روزنامه هیواد

له ایرانه د هوکړې د تمدید ځواب نه دی ترلاسه شوی

د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ څارونکو وړمه ورځ ووېیل، چې دوی تر اوسه د ایران له لوری د اټومی تاسیساتو د څارنې د موافقې د تمدید په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.د امریکا متحده ایالتونو او فرانسې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که چېرته تهران دا موافقه تمدید نه کړی د دوه زره پنځلسم کال د اټومی تړون د بیا راژوندی کېدو هڅې به له خطر سره مخ کړی.د ایران له اټومی تاسیساتو څخه د اټومی انرژۍ د نړیوالې موسسې د څارنې موافقه چې په فبروری میاشت کې شوې وه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.د اټومی انرژۍ د نړیوالې موسسې مشر رافیل ګروسی په بیان کې وېیلی، چې ایران تر اوسه دوی ته ځواب نه دی ورکړی او داسې اشاره یې هم نه ده کړې چې دوی د دې موافقې تمدید غواړی که یې نه غواړی.بل لور ته د ایران نیمه رسمی اژانس تسنیم، د اټومی انرژۍ په نړیواله موسسه کې د ایران د استازی کاظم غریبب ابادی پر وینا خبر ورکړ، چې ایران مکلف نه دی، چې د اټومی انرژۍ د نړیوالې ادارې غوښتنې به منی.

ممکن است شما دوست داشته باشید