روزنامه هیواد

له اولاد سره د پلار مینه

له ډېرې غوصې نه مې دروازه په زوره بنده کړه او نېغ له کوره ووتم ، ډېر غوصه وم چې د خپلو بوټانو پر ځای مې د پلار  په پښو کړی وو او له ځان سره مې کلک هوډ کړی و، چې تر هغه کورته نه ځم چې ډېرې پیسې مې نه وی ګټلې دا څنګه ژوند دی پلار راته وایی چې پوهنتون ته لاړ شه چې غټ سړی شې خو دا مې درېیم کال دی هره ورځ ورته وایم چې یو موټرسایکل راته واخله چې پوهنتون ته پرې لاړ شم. د پلار له جیب څخه مې بټوه هم پټه کړې وه له ځان سره مې وویل ځه یو څو روپۍ به په کې وی   او څو ورځې به ور باندې ګوزاره وکړم د کلی منځ ته ورسېدم درد مې احساس کوو پښه مې په وینو سره وه د پښې درد مې له یاده ووتلو وروسته چې مې کتل په دا بل بوټ کې مې د اوبو د خړپا آواز شو چې کتل مې د بوټ تله مې نه وه. بس مات ګوډ مې ځان د موټر تم ځای ته ورسوه لږ وخت یې حرکت ته پاتې و، له ځان سره مې وویل راځه د پلار بټوه وګوره چې څومره پیسې په کې دی. بټوه مې خلاصه کړه یوه ورقه وه په کې لیکل شوې وه د زوی لپاره مې لپټاپ کمپیوټر ۴۰ زره قرض یوه بله ورقه هم په کې وه چې زما مور به هر سهار له پلار سره جنګ کوه چې ځانته نوی بوټان واخلی نن به حتماً ځان ته یوه جوړه بوټان اخلم. له ځان سره مې سوچ وکړ چې دا شپږ میاشتې مور او پلار په دې خاطر جنګ کوو چې ولې ځانته بوټان نه اخلې درېیمه ورقه مې ولوسته چې په کې لیکل شوی وو که غواړې په ارزانه او مناسبه قیمت موټر سایکل واخلې د کور اسناد مو راوړئ او د موټرسایکل خاوند شئ اوففففف خدایه! یو دم مې د کور خواته منډه کړه هغه د پښو درد مې بلکل هېر شو کورته چې ورسېدم نه مې پلار و  او نه مې د مور په غوږونو کې د سرو والۍ وې، زه پوهېدم چې پلار مې چېرته تللی دی د موټرسایکل پلورونکی ته ولاړم پلار مې دې موټرسایکل خوښولو په حال کې وه ورغلم کلکه غېږه مې ورکړه په سرو سترګو ورته په ژړا شوم نه پلاره! نه پلاره! نه!!! زما هېڅ موټرسایکل نه دی په کار ته دې ځان ته بوټان واخله اوله مانه ښه انجنیر جوړ کړه. په دنیا کې هغه څوک نېکمرغه دی چې د موږ او پلار دعا ورسره وی په هر برخه کې خدای هغه ساتی او ډېر نېکمرغه وی،  نو مور او پلار هغه قیمتی مېوه ده چې ډېر لږ او د نېکمرغو انسانانو سره وی او په ارزښت یې پوه شی.

لطیفه ((نادری)) د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې
د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید